د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران له بوئینګ کمپنۍ ۱۰۰ الوتکې اخلي


ایران او بوئینګ کمپنۍ په دې موافقه رسیدلي چې ترمخې به یې نوموړی هیواد له یادې کمپنۍ نه ۱۰۰ الوتکې رانیسي.

د ایران د ملکي هوايي ادارې مشر سید علي عابدذاده په وینا ، په ایران کې دا مهال ټول ټال ۲۵۰ الوتکې دي چې ۲۳۰ یې نوي کولو ته اړتیا لري. بوئینګ کمپنۍ به ایران ته د الوتکو له ورکولو وړاندې د امریکا منظوري تر لاسه کوي.

بوئینګ کمپنۍ د جون په ۱۵ مه نېټه تایید کړې وه چې دوی د ایران سره په خبرو بوخت دي څوک چې د دوی د مساپر وړونکیو الوتکو په اخیستلو کې دلچسپي لري.

له کله نه چې پر ایران لګول شوي بندیزونه نرم شوي دوی د درېوو غربي هیوادونو سره د ۲۰۰ الوتکو د اخیستو وړاندیز کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG