د لاسرسي ځای

په انډونیزیا کې سېلاب او مځکښویدنې ۲۶ تنه وژلي


د اندونیزیا چارواکي وايي په مرکزي جاوا کې د سیلابونو او د غرونو د ښوئیدو له کبله د وژلو شویو کسانو شمېره ۲۴ و ته پورته شوې او لږ تر لږه ۲۶ نور ترۍ تم دي.

د افتنو سره د مبارزې اداره وايي بارانونو د یادې صوبې ۱۶ ضلعې متاثره کړي دي. د نوموړې ادارې ویاند ( سوتوپو ـ نوګروهو ) واييد ژغورنې عملیات لا هم روان دي او د پریوتو کورونو د ملبو نه د خلکو د راویستلو هڅه کیږي.

د نوموړي په وینا په زرګونو کورونه بارانونو زیانمن کړي دي. د نوموړي په وینا د افتونو سره د مبارزې ادارې په درېوو ځایونو کې د مرستي بیړني مرکزونه پرانیستي دي.

تر ټولو زیاته ( پر وریجو ) سیمه بارانونه ځپلې او مرګ ژوبله پکې رامنځ ته شوې ده.

XS
SM
MD
LG