د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل له جنرال نکولسن سره لیده کاته کړي


د پاکستان د پوځ عامه اړيکو دفتر- آی ایس پي آر – د شنبې په ورځ ناوخته په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په راولپنډۍ کې له امریکايي جنرال جان نیکولسن سره لیده کاته کړي دي.

جنرال جان نیکولسن په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت مشر دی.

په خبر پاڼه کې راغلي چې دواړه لوري ، پر سيمه ییز امنيت او د پاکستان او افغانستان ترمينځ د پولې سمبالښت اړوند مسئلو باندې غږېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG