د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پلاوی د تورخم پر شخړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي


حکمت خلیل کرزی
حکمت خلیل کرزی

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له دفتر خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دواړه لوري به په تورخم کې د پاکستاني لوري له خوا د یو دروازې د جوړولو پر سر د راپوره شوې شخړې او کړکېچ په ګډون د پولې اړوند یو شمېر مسلو په اړه خبرې اترې وکړي.

کابل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ کې به یو افغان پلاوی د جون پر شلمه نېټه اسلام اباد ته ولاړ شي.

حکمت خلیل کرزی او د پلاوي غړي به یې هلته له پاکستانیو چارواکو سره د تورخم پر مسله خبرې اترې وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د کورني امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزیراعظم سلا کار سرتاج عزیز پنجشنبې په ورځ وویل چې افغان لورې ته یې د ورتګ بلنه ورکړېده.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له دفتر خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دواړه لوري به په تورخم کې د پاکستاني لوري له خوا د یو دروازې د جوړولو پر سر د راپوره شوې شخړې او کړکېچ په ګډون د پولې اړوند یو شمېر مسلو په اړه خبرې اترې وکړي.

د افغان ولسمشر یو ویاند دواخان مینه پال د شنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې افغان حکومت مخکې هم په تورخم کې د راپورته شوي کړکیچ پر ډیپلوماټیک هواري ټینګار کړی وو.

مینه پال وویل ، اوس اسلام اباد ته د حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د دې افغان هییت د سفر هدف هم دا دی چې له ډیپلوماټیکو لارو دا ستونزه هواري شي.

د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو چارواکي له هغه وروسته له یو بل سره ناسته او خبرې اترې کوي چې د جون پر دولسمه د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ په تورخم کې وسله والې نښتې رامنخ ته شوې وې.

په دې دوه ورځنیو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامې له خوا د یو شمېر ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی وو.

د دې وسله والو نښتو لامل دا ښودل شوی وو چې پاکستانيو ځواکونو د تورخم پر پوله نوې دروازه جول غوښت خو افغان ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

د دې نښتو له امله د تورخم پوله تر پنځو ورځو له بندېدو وروسته د شنبې په ورځ بیا د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شوه.

XS
SM
MD
LG