د لاسرسي ځای

د پاکستان د برېښنایي رسنیو د نظم ادارې پېمره په هنر مند او د ټو لنیزو رسنیو پر فعال حمزه علي عباسي له هغې وروستو بندیز لګولی کله چې هغه په یو شخصي ټیلې وېژن د احمدیانو او د دوی د وژنې په اړه پوښتنه وکړه. له دغې وروستو په ټولنیزه میډیا که یو خوا د هغه د دغه خبرو ستاینه وشوه، نو بلخوا هغه ته د مرګ دړکې هم ورکړل شوې.

کارپوه فصیح ذکا وایي په ټولنه کې د لږکیو او یا د یوې مذهبې طبقې د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په اړه زغم او برداشت کمیږي ((حمزه عباسي په خپل پروګرام چې د روژې په اړه وو،خالي د احمدیانو په اړه یوه پوښتنه وکړه،موږ دا تمه لرله چېمذهبي لابي به یي سخت مخالفت کوي، خو دا ګمان مو نه وو، چې پیمره به هم په هغه بندیز لګوي، او بیا د حیرانۍ خبره دا ده، چې چاته د مرګ دړکه ورکړل شوه، په هغه هم بندیز ولګول شو، او چا چې ورکړې په هغه هم. او دا اوس دا څرګندوي، چې پاکستان وایي کوم حالاتو کې دوی دي، بس دغې کې دې څه بدلون نه راځي، او پر دې دې څه بحث هم نه وي))

دا ګمان مو نه وو، چې پیمره به هم په هغه بندیز لګوي


د روانې میاشتې په څلورمه نیټه په اټک یو هومیو پیتک ډاکټرحمید احمد پر دې ووژل شو، چې هغه یو احمدي وو، په پاکستان کې د احمدیانو یوه ټولنه په خپله ویب پاڼه لیکي په کراچۍ، لاهور او نوروسیمو کې د دوی د ټولنې مخور کسان پر دې وژل کیږي چې احمدیان دي، او له دوی سره امتیازي سلوک کیږي.

د پاکستان علما کونسل مشر مولانا طاهر اشرفي وایي باید په پاکستان کې ټولو مذهبي ډلو ته یو شان حقونه ورکړای شي (( موږ داسې ګڼو چې پاکستان د ټولو دی، په دغه هیواد کې اوسیدونکيو ته امن او تحفظ ورکول د حکومت ذمه واري ده، او زما په فکر حکومت دې نه یوازې د مسلمانانو بلکې د غیر مسلمانانو مسلو ته هم پام وکړي،او په پاکستان کې چې کوم غیر مسلمه اوسیږي که هغه هندوان وي، که قادیانیان او که یهودان، چې کوم حق هغوي له قانون او ایین ورکوي، باید هغوي ته ورکړای شي))

د احمدیانو خلاف خو هر قسم تشدد په زیاتېدو دی

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشره زهره یوسف وایي په پاکستان کې په دې تېرو څو کالونو کې نه یوازې د لګکیو مهم غړي وژل شوي دي، بلکېد دوی په مذهبي ځایونو هم بریدونه شوي دي، چې دغه د انديښنې وړ خبره ده (( په پنجاب کې د عیسوي ټولنې او بیا سند او بلوچستان کې د هندوانو ځمکې په زوره له دوی اخیستل کیږي، او د دغو ټولنو مالداره او شتمن کسان هم د تاوان په غرض تښتول کیږي، او بیا د احمدیانو خلاف خو هر قسم تشدد په زیاتېدو دی، داسې پېښې مخکې په پنجاب کې کیدې، خو اوس په کراچۍ کې هم داسې ډېرې پېښې وشوې،چې پکې احمدیان په هدفي پېښو کې ووژل شول.نو باید حکومت دې ټولو مسلو ته پام وکړي. ))

بلخوا مذهبي عالم پروفیسر ډاکټر قبله ایاز وایي له پخوا راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کې مسلمانانو او د نورو مذهبونو سره تعلق لرونکو په یوه پرامنه ټولنه کې ژوند کړی او باید اوس هم د یو بل سره د ورورولۍ دغه زوړ روایت په خپل ځای وساتي((په بهر نړۍ کې د پاکستان پیژندګلو له وړاندې نه خرابیږي، او داسې پېښو سره ټولنې ته لا زیان رسیږي، نو باید موږ د لږکیو سره خپله پخوانۍ رویه خپله کړو، او په یو پرامنه ماحول کې له دوی سره ژوند وکړو))

بلخوا په پاکستان کې د بشري حقونو ادارې وایي په دغه هیواد کې په دې تېرو کالونو کې هغه څوک هم په نښه شوي دي چې د مذهبي لږکیو د حقونو لپاره یي غږ پورته کړی دې، او دا په دغه ټولنه کې عدم برداشت څرګندوي.

XS
SM
MD
LG