د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره بجټ کې کمې پیسې اېښودل شوي


په پارلمان کې د قبايلي سيمو استازي وايي د قبايلي سيمو لپاره په نوي مالياتي بجټ کې ايښودل شوې پيسې کمې دې او دوی انديښنه ښودلې چې د تېر په څېر به دغه پيسې نيمې هم په پرمختيايي کارونو ونه لګول شي.

د مشال راډيو خبريال وايي د جمعې په ورځ په اسمبلۍ کې د بجټ په اړه د بحث په دوران کې د فاټا پالمان غړو وويل چې په قبايلي سيمو کې د خلکو کورونه ، تعليم، کاروبارونه ، روغتونونه او د ژوند نورې بنيادي اسانتياوې ترهګرۍ ځپلي او بايد دوی ته په اين ايف سي ايوارډ کې هم برخه ورکړل شي او کلنې مالياتي بجټ يې ورزيات کړل شي.

ياده دې وي چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د قبايلي سيمو لپاره ۲۱ اربه روپۍ ايښودل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG