د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان کډوال راشن اخیستو کې ستونزې لري


د شمالي وزيرستان په بنو کې ميشت او ځنې ستانه شوي کډوال وايي د راشن په اخستو کې يوشمېر ستونزې لري.

له مشال راډيو سره په خبرو کې دغه وزيرستانيانو وويل په سخته ګرمۍ کې روژه په خوله ټوله ورځ راشن ته په قطارونو کې ولاړ وي، دوی له حکومت غوښتي چې د راشن ورکولو په ځای کې دې عمله زياته کړل شي.

د شمالي وزیرستان د اغېزمنو شویو کمېټۍ مشر نثار علي خان هم د جمعې په ورځ مشال راديو ته وويل چې وزيرستان ته ستنې شوې یو شمېر کورنۍ بیا بنو ته ځکه ورغلي چې انتظامیې ورته په خپلو سیمو کې هېڅ اسانتیاوې نه دي برابرې کړې.

په قبایلي سیمو کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د امني چې ستنېدونکي کډوال به په ابتدا کې له ستونزو سره مخامخ وي، خو پوره هڅه کوي چې ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG