د لاسرسي ځای

د افغانستان حکومت یو پلاوی به د روسي وسلو او جنګي هلېکوپټرو د ترلاسه کولو لپاره په مسکو کې له چارواکو سره خبرې پيل کړي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي چې له روسانو سره یې مثبتې خبرې کړې دي.

حکمت خلیل کرزي د جمعې په ورځ د روسیې انټرفاکس خبرې اژانس ته وویل چې روسانو ته یې د خپلو غوښتنو لسټ سپارلی دی.

حکمت کرزي څرګنده کړې چې یو پلاوی به یې راتلونکې میاشت مسکو ته ولاړ شي او له روسه به د جنګي هیلېکوپترو او وسلو د غوښتې په اړه خبرې وکړي.

بل لور ته د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مسکو کې خبریالانو ته ويلي دي چې له روسي چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو پر پراختیا هم جدي خبرې کړې دي.

روسي چارواکو له افغانستان سره د امنیتي همکاریو پراختیا په منځنۍ اسیا کې د سختدريځه ډلو د فعالیت د مخنیوی لپاره مهم ګام بللی دی.

XS
SM
MD
LG