د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده قامي مومنټ: زموږ خلاف سازش روان دی


فاروق ستار
فاروق ستار

متحده قامي مومنټ د خپل نيولی شوي غړي منهاج قاضي هغه تورونه رد کړي چې پکې ويل شوي وو چې اتلس کاله وړاندې وژل شوي، د سيند صوبې پخواني ګورنر او تعليم پوه حکيم محمدسعيد په قتل کې د متحده قامي مومنټ لاس وو.

د ياد ګوند مشر غړي ډاکټر فاروق ستار پرون په يوه خبري غونډه کې دا تور بې بنياده وباله. هغه وويل چې رينجرز ځواکونو هغه د منهاج قاضي د نوي ورځو قيد کولو دوران دغه بيان اخيستی دی.

نوموړي زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو له خوا دغسي بيانونه اخيستل کومه نوې خبره ده او دا د دوی خلاف سازش دی.

منهاچ قاضي کراچۍ کې د متحده قامي مومنټ د مرکزي دفتر چې ناين زيرو يې بولي، د امنيت مسول وو. هغه څه موده وړاندې ترهګرو سره د ملاتړ په تور نيول شوی وو.

د جمعې په ورځ ناوخته خبري غونډې ته د وېنا پروخت په قامي اسمبلۍ کې د متحده قامي مومنټ پارليماني مشر ډاکټرفاروق ستار وويل:

((د حکيم محمد سعيد د وژنې په تور کې چې د متحده قامي مومنټ څومره غړي نيول شوي وو. هغوی ته ځيني سزاوې واورول شوې خو سيند هايي کورټ کې هغوی بي ګناه ثابت او خوشي شول.))

د منهاج قاضي دا ويډيو په ډيرو پاکستاني ټيليويژنونو خپره شوي. تر اوسه معلومه نه ده چې دا ويډيو چا او څرنګه دي چنيلونو ته ورکړه. متحده قامي مومومنټ ګمان کوي چې دا کار رينجرز ځواکونو پخپله کړی.

ډاکټر فاروق ستار وويل چې له نيولې شوي تن څخه داسې ويډيو جوړول او هغه مطبوعاتو ته ورکول د قانون خلاف کار دی.

يادي وي چې په دې وروستيوو کې د رينجرز ځواکونو په عملياتو کې په بېلابېلو وختونو کې د متحده قامي مومنټ ګڼ کسان نيول شوي دي.

رينجرز ځواکونه دا کار کراچۍ کې د امنيت لپاره د روانو عملياتو يوه مهمه برخه بولي خو ياد ګوند وايي دا د دوی خلاف سازش دی.

XS
SM
MD
LG