د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لار نن سهار د تګ راتګ لپاره پرانستل شوه


دا لاره پنځه ورځې وړاندې هغه مهال وتړل شوه چې په تورخم کې د پاکستان لخوا د يوې نوې دروازې جوړولو پر سر د اختلاف له امله د دواړو لورو سرحدي ځواکونو تر منځ وسله والې نښتې رامنځ ته شوې.

پاکستاني چارواکو نن سهار (شنبه) د تورخم لار نن سهار د مسافرو پر وړاندې د تګ راتګ لپاره پرانستل. د خېبر اېجنسې یو پولیټیکل محرر علي رضا نن سهار مشال راډیو ته وويل چې دوی ته له اسلام اباده امر شوی چې د تورخم دروازه دې د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه کړل شي.

بلخوا د افغانستان د ننګرهار ولايت مطبوعاتي چارواکو مشال راډيو ته وويل، په تورخم کې د دروازې جوړولو کار ولاړ دی او يواځې د قانوني اسناد لرونکو پر وړاندې ياده پوله پرانستل شوې.

د تورخم تحصيلدار غنچه ګل نن مشال ريډيو ته وويل چې دوی بيګا د افغان لوري سره په دې اړه کامياب مذاکرات وکړل. د غنچه ګل په خبره دواړو خواوو د سرتيرو په وژل کېدو خفګان وښود او يو بل ته يې فاتحې هم وکړي.

د تورخم لاره پنځه ورځې وړاندې هغه مهال وتړل شوه چې دغلته د پاکستان لخوا د يوې نوې دروازې جوړولو پر سر د اختلاف له امله د دواړو لورو سرحدي ځواکونو تر منځ وسله والې نښتې رامنځ ته شوې. په دې نښتو کې د پاکستاني پوځ يو ميجر او د افغانستان دري سرحدي پوليس ووژل شول.

دواړو خواوو د سرتيرو په وژل کيدو خفګان وښود او يو بل ته يې فاتحې هم وکړي.

اوس په ياده دروازه کار ودريدلی دی. تر اوسه دا نه ده معلومه چې آيا پاکستان لا هم غواړي چې پر دغه دروازه کار وکړي او که څنګه؟

غنچه ګل زياته کړه چې د تورخم د لارې بندېدو له وجې د دواړو غاړو خلکو او کاروباريانو ته ستونزې وي. د هغه په خبره د دوی په خوا کې د سرکاري دفترونو کارکوونکو ته ويل شوي چې خپلو دندو ته راواپس شي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند خېرالله آزاد پرون (جمعه) مشال راډيو ته وويل چې د تورخم پر کړکېچ د خبرو لپاره د دې وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په مشرۍ يو پلاوی پاکستان ته ځي.

د پاکستاني وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز هم ويلي چې د تورخم شخړې هوارولو لپاره یې د افغانستان یوه لوړ رتبه پلاوي ته اسلام اباد ته د ورتلو بلنه ورکړې ده.

د تورخم دروازې د پرانيستې ځيني وروستي انځورونه

XS
SM
MD
LG