د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه ځوانان ولې يو بل کنځي؟


د ځوانانو غږ خپرونې يو ميلمه نبي تد بير وايي داسې ځوانان شته چې د خپل فېس بک په ديوال به يې د باچاخان تصوير اچولی وي خو خپلو نورو پښتنو روڼو ته به کنځلې کوي. نوموړی وايي په پښتنه زمکه جنګونه دومره ډير شوي چې تعليم يافته ځوانان يې هم کله د جنګ اواز واوري نو ځان نه شي قابو کولې او برداشت له لاسه ورکوي.

نوموړي د پاکستان او افغانستان دواړو خواؤ ته په ځنو سیاسي ګوندونو تور پوری کړ چې د غيرت او پښتو په نوم پښتانه ځوانان جنګ ته هڅوي. همداراز څرګندونې په پيښور کې يو بل ټولنيز فعال افسرالملک افغان هم کوي نوموړی وايي له پښتنو پرته د هر يو قام خلک خپلو کې سره اتفاق او اتحاد لري.

د ده په خبره د تورخم پيښې وروسته د ډيورنډ کرښې دواړو خواؤ ته يواځې پښتانه دي چې د يو بل سپکاوې کوي. د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې موږ سره ميلمانه وو د ديورڼډ کرښې هغې غاړې جلال آباد نه د افغان ځوانانو په استازيتوب ځوان ټولنيز فعال نبي تدبير او د پاکستانيو ځوانانو په نمايدګۍ ځوان ټولنيز فعال او خبريال افسرالملک افغان.

د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند له دې ځوانانو سرهپر دې خبرې کړي چې پښتانه خوانان څنګه کولې شي چې خپله توانايې له يو بل سره د نفرت او اختلافاتو زياتولو پرځاي په خپله سيمه کې د امن راوستو ،د تعليم او جمهوريت ودې او نورو مثبتو کارونو مصرف کړي.

دغه خپرونه د غږ په ځای کې اورېدی شئ.

پښتانه ځوانان ولې يو بل کنځي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:30:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG