د لاسرسي ځای

امریکا وايي روسیه د داعش ضد شامي یاغیان ولي


امريکا وايي، روسیې د شام په جنوب کې پر هغو ياغيانو هوايي بمبار کړی، چې د داعش ضد جګړه کې ورته د امريکا مرسته ترلاسه ده. امريکايي چارواکو پر روسیې نيوکې کړې، چې په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو پرضد د کاروايي پرځای د بشار الاسد رژيم ملاتړ کوي.

امريکايي چارواکیو رویټرز او اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي چې په التاناف کې دبمباري په اړه ډېر زيات اندېښمن دي او دا مسله به له ماسکو سره را-اوچتوي. خو روس بيا تور لګولی، کېدای شي امريکا تر يو خفيه پلان لاندې په شام کې له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي، چې د ماسکو پلوه بشار الاسد حکومت نسکور کړي.

په سېنټ پيترزبرګ کې اقتصادي فورم ته په وينا کې د روسیې بهرنیو چارو وزير سرګې لاوروف وويل چې روس به د القاعده شبکي النصره فرنټ په نښه کوي، ځکه چې امريکا د دې تر شا لوبه کوي او النصره ډله خوندي ساتل غواړي چې د بشار ال اسد حکومت رانسکور کړي.

لاوروف وويل چې د امريکا بهرنو چارو وزير جان کېري ورسره ټېليفوني خبرې کړي دی، او د بشارال اسد حکومت رانسکورلو په اړه خفيه پلان یې رد کړی دی. خو د نوموړي په خبره ولې بيا امريکايان د هغو ډلو مرسته کوي، او د ويستلو لپاره خپل وسایل نه کاروي.

بلخوا امريکايي چارواکو په التاناف کې د روسیې هوايي بريدونه په سختو ټکیو غندلی دی، خو په دغو بريدونو کې شويو زيانونو په اړه یې څه نه دي ويلي. امريکايي چارواکې وايي چې د روس لخوا تازه ګامونو ډېرې جدي اندېښني راپورته کړي دي، او په دې لړ کې به له روسيي پوښتنه کوي او ترې ضمانت به اخلي، چې داسې پيښي تکرار نه کړي.

واشنګټن په ماسکو تور پوري کړي چې د اسلامی دولت او النصره پرضد د جګړي پرځای د بشارال اسد حکومت ملاتړ کوي. په شام کې د امريکا او روسيې پوځ ترمنځ رابطې خورې ورې دي. بلخوا د امريکا بهرنیو چارو وزرات تر پنځوستو زياتو ناراضه چارواکو د ولسمشر اوباما په پاليسي تنقيدونه کړي، چې ولې د شام له جګړي بهر دی، او ويلي يې دي، چې امريکا بايد د بشارال اسد حکومتي ځواکونو پرضد بمباري شورو کړي، چې خبرو اترو ته يې راکش کړي.

نيويارک ټايمز او وال سټریټ ژورنال کې خپاره شوی خفيه دستاويز ترمخه د منځنۍ کچې سفارتکارانو، چې د شام په اړه په پاليسي کې بوخت دي، پر حکومت زور راوړي دي، چې امريکايي ځواکونه دې په شامي رژيم فشار راوستو لپاره هوايي بريدونه وکړي.

XS
SM
MD
LG