د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم لار لا هم بنده ده


پر تورخم دواړو غاړو ته له مالونو ډک ټرکونه ولاړو دي
پر تورخم دواړو غاړو ته له مالونو ډک ټرکونه ولاړو دي

د خیبر ایجنسې امنیتي چارواکو نن سهار مشال ریډیو ته ویلي دي چې د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه د ورهلګولو په سر راپورته شوې لانجې له امله نن په پینځمه ورځ هم په تورخم کې ګرځبندیز دی او دغه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده ده.

په اسلام اباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځ تر لیدو کتو وروستو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ جګړه درېدلې ده.

خو د تورخم دواړو غاړو ته ژوند عادي حالت ته نه دی تللی، لا هم هلته کاروباري مرکزونه او سرکاري دفترونه تړلي دي.

پر سړکونو د مالونو ډک ګاډي ولاړ دي، او ډریوران یې افغانستان ته د اوويښتو په انتظار دي، او په سخته ګرمۍ او روژه کې له ستونځو سره مخامخ دي.

پر تورخم تر ډزبندۍ پس خلک خوشاله دي او وایي هیله من دي چې دغه شخړه به اوس په خبرو هواره شي. چې ژوند او کاروبار یې بیرته نوې سا ومومي.

یاده دې وی چې د تېر اتوار په ورځ (۱۲جون) پر تورخم پاکستانيو امنیتي سرتېرو یو نوی ور لګولو چې افغان ځواکونو یې مخالفت وکړ او او په نتیجه کې یې وسلواله جګړه رامنځته شوه او یو بل ته یې ځاني او مالي زیانونه واوړل.

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي چې په تورخم کې یی د ورهلګولو تعیمراتي کار روران دی، او دغه ور به هرو مرو لګوي، دوی دریځ لري چې دغه ور د ډیورنډ کرښې له صفري نقطې په اووه دېرش میټره کې دننه په خپل حد کې لګوي چې د غیر قانوني تګ راتګ کونکو کسانو او وسلوالو مخه ونیسي.

خو بیا د دې په ځواب په اسلام آباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د دغه وره یا دروازې په لګولو د افغان حکومت تحفظات وړاندې کړي دي.

د پاکستان وزیر اعظم بهرنیو چارو لپاره سلاکار سرتاج عزیز د زیارت ورځ په یوه بیان کې ویلي ول چې د تورخم شخړې هوارولو لپاره یې د افغانستان یوه لوړپوړي پلاوي ته اسلام اباد ته د ورتلو بلنه ورکړې ده.

او تر اوسه یو څرګنده پرېکړه مخې ته نه ده راغلې، او دا نه ده معلومه چې کله به دغه د تورخم دروازه د عامو خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شي.

XS
SM
MD
LG