د لاسرسي ځای

"پر تورخم لاره مو ژوند ولاړ دی"


د خیبر ایجنسې امنیتي چارواکو نن سهار مشال ریډیو ته ویلي دي چې د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه د وره لګولو په سر راپورته شوې لانجې له امله نن په پینځمه ورځ هم په تورخم کې ګرځبندیز ده او دغه پوله د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده ده. په اسلام آباد او تورخم کې د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځه تر لیدو کتو وروستو له تېرو دوو ورځو راهیسې د دواړو خواوو ځواکونو ترمنځ جګړا درېدلې ده. خو د تورخم دواړو غاړو ته ژوند عادي حالت ته نه دی تللی، لا هم هلته کاروباري مرکزونه او سرکاري دفترونه تړلي دي. پر سړکونو د مالونو ډک ګاډي ولاړ دي، او ډریوران یې افغانستان ته د اوويښتو په انتظار دي، او په سخته ګرمۍ او روژه کې له ستونځو سره مخامخ دي. پر تورخم تر ډزبندۍ پس خلک خوشاله دي او وایي هیله من دي چې دغه شخړه به اوس په خبرو هواره شي. چې ژوند او کاروبار یې بیرته نوې سا ومومي.

XS
SM
MD
LG