د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کانګرېس مسلمان غړی وايي سيمه کې د امنيت لپاره د امريکا حضور مهم دی


اندرې کارسن
اندرې کارسن

د امريکا غږ افغان څانګې سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال د امريکايي کانګرېس مسلمان غړي او د استخباراتي کمېټۍ کارکوونکي اندرې کارسن د افغان او پاکستاني ځواکونو لخوا پر تورخم د روان کړکېچ په اړه د امريکايي کانګرېس د رول په اړه ويلي چې د کانګرېس هغه غړي چې په استخباراتي يا دفاعي ساحو کې کار کوي، هغوی ته معلومه ده چې په هغه سيمه کې د امريکا يو ډول حضور مهم دی تر څو منطقه په امنيت کې وي او د ترهګريزو فعاليتونو مخه ونيول شي. خو دا هر څه موږ په يوازې سر نشو کولای. موږ په خليج سيمه کې خپلو نړيوالو ايتلافيانو ته اړتيا لرو. ورسره زموږ نړيوال اروپايي ايتلافيان هم بايد د دې برخه شي ځکه چې موږ ټول په ګډه يو خوندې نړيواله ټولنه غواړو.

ښاغلي کارسن د مرکې پر مهال د امريکا د فلوريډا ايالت اورلانډو ښار هغه پېښه د ترهګرۍ عمل او کرکجن جرم وباله چې په ترڅ کې يې ۵۰ کسان وژل شوي ول. نوموړی وايي، تر پيښې وروسته سپينې ماڼۍ د متشددې سختدريځۍ د مخنيوي لپاره په نوي اقدام لاس پورې کړی دی. نوموړی وايي، د دا ډول پيښو د مخنيوي لپاره د ټولنې مشران، مېندې او پلرونه، د تعليم او روحياتو پوهان راغونډېدلای شي او په موثره توګه ويلای شي چې که چيرې څه ووينئ نو هغه وواياست. په همدې تړاو بايد ملا امامان او ځايي مشران په ګډه کار وکړي څو د سختدريځۍ او د هرې ډلې او سازمان لخوا د کرکې د نفوذ يا خورولو مخنيوی وکړي خو د نوموړي په خبره اوسهال خپل ځاني سختدريځي په امريکا کې يوه ستونزه ده.

په امريکا کې د مسلمانانو د اندېښنو په اړه چې کله له اندرې کارسن څخه پوښتنه وشوه نو نوموړي وويل چې د دوی تر ټولو لويه وېره کرکه او زياتېدونکې دښمني ده. نوموړی زياتوي، د ده په فکر د مسلمانانو پر مخ يو شمېر فرصتونه بنديږي ځکه چې دوی باور لري او ماته هم داسې ښکاري چې دوی ته د غېرامريکايي او له وطن سره د مينه نه لرونکو په سترګه کتل کيږي. خو د نوموړي په خبره پلان لري چې په ټوله امريکا کې وګرځي او امريکايي مسلمانانو ته ووايي چې په دې هېواد کې ۸۰ لکه مسلمانان بايد په وېره کې ژوند تېر نکړي او په لوی زړه ووايي چې ګورئ زه يو مسلمان يم خو زه بيا هم نڅا خوښوم، زه يو مسلمان يم خو له دې هېواد سره مينه لرم او زه به د ځينو هغو کسانو د کړنو له کبله ونه وېرېږم چې د مسلمانۍ ادعا کوي خو د خپلې عقيدې ناسم استازيتوب کوي.

په امريکا کې د وسلو د قانون په اړه چې کله له کارسن څخه پوښتنه وشوه نو نوموړي وويل پکار ده چې د بدو خلکو له لاسونو څخه هغه وسلې واخيستل شي چې دوی يې د بريد لپاره کاروي. د نوموړي په خبره که يو ځل په دې اړه ګام پورته کړل شي او تر احساساتو او فلسفيانه ټيټوالي ورتېر شو نو بيا به حقيقي بدلونونه وګورو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG