د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغان هوايي ځواک ټول صنفونه باید فعال شي”


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پوځ ښه فعالیت لپاره باید د هوايي ځواک ټول صنفونه فعال شي.

د وزارت ویاند جنرال دولت وزیري بېګا مشال راډیو ته وویل، اوسمهال د هوايي ځواک ځېنې برخې په محدود ډول فعالې دي. ده وویل، همدا لامل دی چې زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

هلته د روسیې انټرفیکس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ وویل، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي مسکو ته یو لیک استولی چې پکې د هغه هېواد له ملي امنیت شورا څخه د هېليکاپټرو، وسلو او پرزو غوښتنه شوې.

وزیري د دې لیک په اړه تبصره نه ده کړې او مسکو یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG