بېګا ماښام په پېښور کې یو بمي چاودنې یو پولیس وژلی او درې یې ژوبل کړی دي.
د پولیسو یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، دا د رېموټ کنټرول بم چاودنه وه چې د خزانې تاڼې په حدودو کې شوې.
د لېډي ریډنګ روغتون ویاند ذوالفقار علي باباخېل بېګا مشال راډیو ته وویل، دوی ته د سب انسپکټر قیوم مړی وروړل شوی او د ژوبلو شویو پولیسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی. د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.