د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا لویه برخه بجټ د انتظامي چارو لپاره


د خېبر پښتونخوا پر بجټ بحث دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:06 0:00

د خېبر پښتونخوا پر بجټ بحث دوام لري

د خېبر پښتونخوا پر وړاندې کړل شوي بجټ په صوبايي اسمبلۍ کی بحث دوام لري او د ۵۰۵ اربه روپو په دغه بجټ کې د ترقیاتي کارونو لپاره ۱۶۱ اربه روپۍ بېلې کړل شوې چې پکې ۳۶ اربه روپۍ د بهرنیو هېوادونو مرستې شامل دي.

د خزانې صوبايي وزیر مظفر سیدپه بجټ تقریر کې د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو ادارو مننه وکړه چې د ۲۰۱۶م ۱۷ مالي کال لپاره یې په بهرنیو مرستو کي نوره هم اضافه کړل شوې ده:

((د کلني پرمختیايي بجټ ټول حجم ۱۶۱ اربه روپي دی چې پکې ۳۶ اربه روپۍ بهرنۍ امداد هم شامل دی، صوبايي ترقیاتي پروګرام په ۱۵۱۶ منصوبو مشتمل دی چې پکې ۱۲۳۷ منصوبې له مخکینیو کلونو راهیسې روانې دي او ۲۸۹ نوې منصوبې پکې نورې شامل کړل شوي دي، د هغه ټولو دوست هېوادونو او نړیوالو ادارو مننه کوم چې پکې بریتانیا، جاپان، اروپايي ټولنه، امریکا، ناروې، جرمني، سویټزر لېنډ، اټلي، اسټرالیا، ملګري ملتونه، نړیوال بانک، امریکايي مرستندویه اداره یو اېس اېډ، او آسیايي ترقیاتي بانک شامل دي، چې څه باندې دوه دېرش اربه روپو نه ۳۶ اربه روپیو پورې یې مرستې کړي دي))

په خېبر پښتونخوا صوبه کې د بهرنيو هېوادونو او نړیوالو ادارو زیاتې مرستي د تعلیم او روغتیا په برخه کې لګول کېږي. د تعلیم صوبايي وزیر عاطف خان مشال راډیو ته وویل چې د بجټ منظورولو روستو به روان کال په هغه سیمو کې ۲۰۰ سمارټ سکولونه جوړوي چې سکولونه پکې زلزلو، سېلابونو او نورو افتونو وران کړي دي.

عاطف خان زیاته کړه چې دغه سکولونه به په کنټېنرو کې قایمېږي او د انټر نیټ پشمول نور ټول سهولتونه به پکې موجود وي.

د صحت صوبايي وزیر شاه رام خان ترکي مشال راډیو ته وویل چې د جرمني او نورو اروپايي هېوادونو په مالي مرسته به د صحت کارډ پروګرام ټولې صوبې ته د بجټ له منظورولو وروستو وغځول شي او د دې پروګرام له مخې به د صوبې نیمه آبادي چې په ډېرو غریبو خلکو مشتمله ده هغوی ته به وړیا د علاج سهولتونه ورکول کېږي.

د جیل خانه جاتو لپاره د وزیر اعلا سلاکار ملک قاسم خټک مشال راډیو ته وویل چي په صوبه کې به شپږ نور د انتهايي څارنې زندانونه جوړوي او د دې مقصد دا دی چې د لويې کچې وسلوال پکې وساتل شي او پر جېلونو د وسلوالو بریدونو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG