د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لانجه: اسلام اباد د کابل جګپوړو چارواکو ته بلنه ورکړې


د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز وایي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د اوسنيو معاملاتو هوارولو لپاره اسلام اباد ته د ورتلو بلنه ورکړې ده.

د زیارت ورځ په قامي اسمبلۍ کې پالیسي بیان ورکولو پر مهال د سرتاج عزیز وینا وه چې پاکستان و افغانستان ته پر تورخم د یوه وره (دروازې) جوړولو لپاره له وړاندې اطلاع ورکړې وه.

ده وویل چې پاکستان د دغه وروه جوړولو هوډ کړی، د نوموړي په خبره دا نه د یو خپلمينځي تړون او نه هم د نړیوال تړون سرغړونه ده.

سرتاج عزیز وایي، چې د پولو سمبالولو سیسټم د دواړو هېوادونو لپاره ضروري دی ځکه چې له دې سره به د سمګلنګ او ترهه ګرۍ مخنیوی کېږي.

قامي اسمبلۍ ته د سرتاج عزیز وینا وه چې د افغانستان لخوا یو داسې تاثر ورکولو هڅه کېږي چې ګنې پاکستان د یو خپلمینځي تړون سرغړونه کړې ده، د نوموړي په خبره په تېرو دوو کلونو کې دواړو هېوادونه پر تورخم د یوه وره په جوړولو سلا شوي ول.

سرتاج عزیز به خپله وېنا کې زیاته کړه چې پاکستان په خپله دفاع کې ډزې کړې دې او د افغانستان لخوا په ډزو کې یو پوځي سرتېری وژل شوی دی.

ده وویل چې یو سل او اتیا کورنۍ هم خوندي سیمو ته لېږدول شوي وي.

سرتاج عزیز زیاتوي پاکستان له افغانستان سره ښه تعلقات غواړي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند وویل لوړپوړیو افغان چاوراکو ته د دې مسلې هوارولو لپاره د پاکستان بلنه ښه خبره ده خو که دا کار مخکې شوی وی نو نن به مسله نوره نه زیاتېده.

"دا خو ډېر ښه خبر دی، زه خو دې ته په ډېرښه نظر ګورم. بايد چې هغوی راشي يا دوی ولاړ شي، له يو بل سره کېني او د دې خبرې يو مستقل حل راوباسي، دا څه دومره ګرانه خبره نه ده. زه فکر کوم چې ډېر په آسانه د دې حل راويستل کېدلای شي۔ ځکه چې د پاکستان او افغانستان اړيکې دومره ژورې او دي چې په دې کې دومره انتظار نه وو پکار، بايد چې داسې مخکې شوي وی او زه امېد لرم چې د دې به یو څه حل راووځي."

یاده دې وي چې پر تورخم د پاکستانیو ځواکونو تر سرحدي انتظام لاندې د یوه نوي وره جوړلو په اړه د دواړو ملکونو ترمینځ شخړه رامخې ته شوې وه چې د یو هواري موندلو لپاره یې د خبرو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG