د لاسرسي ځای

تازه خبر

توپاني سیلۍ د وزیرستانیو کډوالو پنډغالی کنډکپر واړولو


توپاني سیلۍ د وزیرستانیو کډوالو پنډغالی کنډکپر واړولو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:55 0:00

په بنو کې تېره شپه د تیزې سیلۍ او باران له کبله د شمالي وزیرستان کډوالو دوه ماشومان مړه شوي او نور یو کم پنځوس کډوال ژوبل شوي دي. کډوال وايي باران او سیلۍ یې خېمې ړنګې کړې دي او دوی ته يې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. یو کډوال عبدالرحیم مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل: (له سختو بارانونو او تېزو سیلیو مو په دې کمزوریو او زړو کېږدیو/خېمو کې د هېڅ یوه تن سر خوندي نه دی، نور مو د پاکستان سرکار ته خواست دی چې خپلو کلیو ته مو دې په خېرخېریت سره واستوي. دلته مو ژوند له اوسېدو وتلی دی. باران او سیلیو مو د کورني استعمال شیان وبهول.) د شمالي وزیرستان مرستیال پولیټیکل اجنټ انور خان شېراني مشال راډيو ته وویل، د بنو په بېلا بېلو سیمو کې میشت کډوال توپاني سیلیو او باران اغېزمن کړي دي او دوي هڅه کوي چې مرسته ورسره وکړي. په شمالي وزیرستان کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو له کبله نزدې لس لاکه خلک بې کوره کړل شوي دي چې ډېر يې له تېرو دوو کلونو راهیسې په بنو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG