د لاسرسي ځای

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړیدی چې له ننه (پنجشنبه) به د شام په جنګ ځپلي حلب ښار کې د ۴۸ ساعتونو اوربند پیل شي.

د امریکا بهرنیوچارو وزارت یوې ویاندې جرمن خبري اژانس ته تاید کړې چې په شام کې په جګړه کې ښکیلې ډلې له ننه په اوربند رضا شوي دي.

د روسیې له خوا د اوربند اعلان له هغه وروستو مخ ته راغلی چې وړمه ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري د روسیې او شام حکومت ته خبرداری ورکړو چې د امریکا زغم په کمېدو دی او په جنګ کې ښکیلې ډلې دې هرو مرو د فرورۍ په میاشت کې د شوي اوربند احترام وکړي. روسیې تور لګولی دی چې په حلب ښار کې بریدونه له القاعده سره تړلې وسله واله ډله النصره فرنټ ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG