د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په امریکا کې خپلې کنګل شوې اثاثې بیرته غواړي


ایران په امریکا کې دخپلو کنګلو اثاثو ترلاسه کولو لپاره په رسمي ډول د انصاف نړیوال عدالت ته شکایت کړی.

په هېګ کې د ملګرو ملتونو دې محکمې د جون په پنځلسمه وویل چې د ایران شکایت یوه ورځ مخکې دوی ترلاسه کړی دی. د ایران په سرکاري ټیليویژن د وینا په وخت ولسمشر حسن روحاني وویل چې په رسمي ډول یې د انصاف نړیوال عدالت ته د امریکا خلاف شکایت کړی، چې د ایران مرکزي بانک دوه بیلیونه ډالر غلا شوې پیسې بیرته ایران ته وسپارل شي.

تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د انصاف نړیوال عدالت ( ICJ ) د دې مقدمې اورېدو واک لري او که نه.د امریکا سترې محکمې په اپرېل کې ویلي ول چې دا کنګلې اثاثې باید هغو کورنیو ته ورکړل شي چې خپلوان یې په بیروت کې په ۱۹۸۳ کال کې د بمې بریدونو پر مهال ووژل شول د هاغو بریدونو تور پر ایران لګول شوی وو خو تهران یې ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG