د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې هوايي بریدونه زياتوي


د امریکا د هوایي ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک ویلش وایي، په افغانستان کې به د هوا له لارې د امریکا بریدونه زیات شي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما تېره اونۍ امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د جګړې اجازه ورکړه.

امریکا په ۲۰۱۴ کال کې په افغانستان کې له جګړې لاس واخیست خو د طالبانو بریدونو له زیاتېدو سره تېره اونۍ یو ځل بیا د امریکا ولسمشر براک اوباما خپلو ځواکونو ته اجازه ورکړه چې په دې هېواد کې په جګړه کې له اړتیا سره سم برخه واخلي.

د امریکا هوایي ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک ویلش د چارشنبې په ورځ په واشنګتن کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې هوایي بریدونه په بېړنیو حالتونو کې مهم دي او له دې سره به د جګړې په ډګر کې بدلون رامنځته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG