د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د داعش پر وړاندې دانګېدل غواړي


د ناټو عمومي منشي ینس ستولتېنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتېنبرګ

ناټو پر دې غور کوي چې د اسلامي دولت ډلې سره په جګړه کې ډېره ښکیله شي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتېنبرګ دا خبره پرون په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پای کې وکړه. ده وویل چې پریکړه یې کړې ده چې د ناټو له لورې د عراقي ځواکونو د روزنې او صلاحیت لوړولو په هکله سپارښتنې وړاندې کړي.

ستولتېنبرګ زیاته کړه، هدف یې دا دی چې راتلونکې میاشت په پولېنډ کې د ناټومشرانو په غونډه کې وروستۍ موافقې ته ورسېږي.

ناټو غواړي چې په اردن کې د عراقي ځواکونو روزنیز پروګرام نور هم پیاوړی کړي. ناټو همداراز پر دې غور کوي چې د امریکا په مشرۍ د داعش پر ضد د ایتلاف نیغ په نیغه ملاتړ وکړي.

د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر د دې پرېکړې هرکلی وکړ خو ویې ویل چې ناټو باید ډېر څه وکړي چې د داعش ډله وځپي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG