د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم شخړې سوداګر تاواني کړي


د تېر اتوار ورځې راهېسې په پاک افغان پوله د دروازې د جوړیدو پر سر رامنځ ته شوې شخړه کې نه یوازې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې بلکې د دغې سره د دواړو غاړو کاروباریانو او عامو خلکو ته سخت مالي تاوانونه هم رسیږي.

په پېښور کې د فاټا چېمبر اف کامرس مشر شاهد رحمان وایي په لاره کې مال وړونکي ټرکونه او لارۍ ولاړې دي، نو باید داسې فیصلې سمدستې ونه شي، او نه په دغو سمدست بندیز ولګول شي، او دا مسله د خبرو د لارې هواره شي (( موږه حکومت ته وویل چې سمدست داسې مه کوۍ، او باید د دغې لپاره څه طریقه کار جوړ شي، چې دا خلک راځي نو په وېزو دې راځي، فاټا چېمبر هڅې کوي، او په خپل حکومت هم دا دباو اچوي او هغه اړخ ته هم لګیا یو چې دې تیارو ګاډو ته لاره ورکړای شي، او دا هم ورته وایو چې که دواړه غاړې پر پوله داسې حالات ساتي نو څنګه به دواړه هیوادونه خپل منځي تجارتي اړیکي پراخوي او دغه به منځني ایشیا ته بیا څنګ غزوي، او باید دې تیارو ګاډو ته د تګ اجازه ورکړای شي))

په تورخم دا شخړه هغه وخت پېل شوه کله چې پاکستان پر دغه ځای د یوه وره جوړولو کار پیل کړ.

د افغانستان د چیمبر اف کامرس مرستیال مشر خان جان الکوزۍ وایي د روانو حالاتو له وجې د دوی اقتصاد ته سخت تاوان رسیږي ((زموږ اقتصاد په خارجې مالونو ولاړ دی، او بیا زموږ زیاتره تجارت د پاکستان سره دی، موږ د کال دوه نیم بلیونه ډالره داخلي تجارت د پاکستان سره کوو، په دغو کې مېوې ، مالونه، د خوراک او د ضرورت یو شمېر نور سامانونه شامل دي،دا د پاکستانه راځي،او دې کې ۶۰ فیصده د تورخم د لارې راځي،دویمه مسله دا ده، چې موږ د کراچۍ د لارې نه ټرانزټ کوو،په دې لړ کې نږدې لاره موږ ته هم کراچۍ پریوځي،له بهر نړۍ سره زموږ ۲۰ فیصده تجارت هم د کراچۍ له بندره کیږي، او دغه شخړه چې اوس په تورخم کې وشوه، دا دواړو غاړو ته نقصان رسوي))

یو ډراییور چې په دغه لار کې نښتې دی وایي دوی له سختو مشکلاتو سره مخ دي ( نه وروستو تلی شو او نه مخکې، له مزاره راغلی یم، دوه ماښامي مې هیڅ ندي خوړلي او روژه مې هم ده ))

خان جان الکوزی وایي په کال کې دوی یوازې د نېسلی کمپنۍ نه د دونیمو سوو ملیونو ډالرو نه تر درې سوو ملیونو ډالرو پورې سامانونه راوړي، او دا وخت د دې مالونو حالت په خرابېدو دی،او ډراییوران هم په لاره په انتظار ستړي شول (( موږ د ورځې چې حساب کوو د افغانستان اقتصاد ته د ورځې لس ملیونه ډالره نقصان رسیږي،او دغه مالونه چې دا وخت هغه غاړې ته ایسار دي، په تورخم، شاګۍ، کارخانو او یا رنګ روډ کې ، دا د کراچۍ او نورو سیمو نه راغلي دي،دغو ته دا وینا شوې چې له پاکستانه ووځي،دغه مالونه به څنګ ښکته کیږي، دوی زموږ نه کرایه اخېستې ، هر څه شوي دي،موټرې ولاړې دي، او افغانان حیرانه دي چې په دغو مالونو څه وکړي، پاکستانیو کاروباریانو ته هم زیان رسیږي، دا اوس د میوو او سبزیو وخت دی، د مردان ، پېښور او نوروسیمو نه میوې او سبزۍ او نور خوراکي شیان دا ټول خراب شول او سخا شول)

بلخوا د خیبر پښتونخوا د چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز پخوانی مشر او د فاټا یو صنعتکار ذاهد شینواری وایي لا وړاندې نه بدامنۍ او د پاک افغان کړکیچنو اړیکو تجارت ته نقصان رسولی او داسې حالات په سیمییز تجارت لا خراب اثر کوي((پنځه کاله مخکې دوه اړخیز تجارت دوه نیم اربه ډالره وو، هغه له وړاندې نه یو ارب ته ټیټ شوی دی،او له دې سره به دا تجارت ۳۰ فیصده نور هم کم شي، او دا شان به غیر رسمي تجارت یعني قاچاق یا سمګلنګ زیاتیږي، ځګه چې د قاچاق پر دغو لارو مخکې هم سختې نه، اوس به هم نه وي، نو دې سره به د دواړو خواو رسمي تجارت ته زیان رسیږي ))

د دواړو خواو کاروباریان او سوداګران دا هم وایي له روانو حالاتو سره د دواړو خواوو مزدورکاروژوند هم سخت متاثره کیږي.

XS
SM
MD
LG