د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ وايي، ضرب عضب عملیات دوام لري


د پاکستان پوځ د مطبوعاتو د څانګې ایې اېس پي ار مشر لېفټینینټ جنرل عاصم باجوه په شمالي وزیرستان کې د اپرېشن ضرب عضب دوه کاله مکملیدو په اړه مطبوعاتو ته بریفینګ ورکولو په وخت ویلي په قبایلي سیمو او سوات کې د حکومت عملداري په ځایې شوې خو اپرېشن ضرب عضب لا ختم شوې نه دې، کار لا روان دې.

مطبوعاتو ته بریفینګ ورکولو په وخت مشر لېفټینینټ جنرل عاصم باجوه ووېل چې شمالي وزیرستان چې په نړې کې د وسله والو د نېټ ورک له وجې یادیدو ، په نن ورځ نن نه دوه کاله وړاندې اپرېشن ضرب عضب شروع شوې وو.

د اپرېشن په شروع کې درې زره او شپږ سوه کلومیټره بیا ورستو څه د پاسه څلور زره سکویر کلومیټر زمکه د وسله والو نه پاکه کړې شوه.

ده ووېل چې په دې اپرېشن کې شاه خوا درې نیم زره وسله وال وژل شوې.

په دې اپرېشن کې پنځه سوه پوځیان وژل شوې دي.

ده ووېل چې ضرب عضب اپرېشن سره چاړینز اپرېشنې هم روانې دې او دا اپرېشنې د خېبر پښتونخوا نه شروع شوې چې اوس د ملک نورو برخو ته هم غځول کیږي.

د ده په وېنا چې کله اپرېشن شروع شو نو د دې خبرې اعلان شوې وو چې دا اپرېشن به بې له څه امتیازه روان وي او دا کار اوس هم روان دې.

په شمالي وزیرستان کې د کډوالو بحالې په اړه لېفټینینټ جنرل عاصم باجوه مطبوعاتو ته ووېل چې یو شپیته فیصده کډوالو واپسي شوې ده او دهغې لپاره په هسپتالونو ، سړکونو ، سکولو او د اوبو په نظام کار شوې دې.

ده ووېل چې شمالي وزیرستان اووه سوه کلومیټره اوږد سړک جوړول کیږي.

خپلو خبرو کې د پوځ د مطبوعاتو د څانګې زیاته کړه چې افغانستان سره د تورخم په معاملې په عسکري او حکومتي سطح رابطې دې.

ده ووېل چې ملک ته پېښه دوېمه غټه مسله ده د افغان کډوالو ده، د افغان کډوالو واپسي د پولې د انتظام د طریقه کار برخه ده.

ده ووېل چې دا د پولې د انتظام طریقه کار د ټولو په مفاد کې دې.

د پوځ د مطبوعاتو د څانګې مشر په وېنا چې طورخم ګېټ نوې خبره نه ده دا په کال ۲۰۰۴ کې هم وو. موږ تعمیرات په خپله علاقه کې کړې دې او چاتا پر دې اعتراض نه دې پکار.

ده ووېل په چېک پوسټونو به کتنه کیږي او د اسنادو بغېر به چاته د تګ راتګ اجازت نه وي.

د پاکستان او چین ترمېنځه د اقتصادي راهدارې په اړه لېفټینینټ جنرل عاصم باجوه خپلو خبرو کې ووېل چې سیکیورټي به پوځ ورکوي.

ده دا هم ووېل چې امن لپاره د پاکستان او د افغانستان د استخباراتي ایجنسو ترمېنځه ملاقات ضروری دې.

کراچې په اړه لېفټینینټ جنرل عاصم باجوه وېنا وه چې حالات ښه شوې دي او دولس سوه وسله وال نیول شوې دي.

XS
SM
MD
LG