د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم بېګا هم نښته شوې


په تورخم کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ پر یو بل له ډزو وژل شوی پاکستانی مېجر جواد چنګېزي په کوټه کې خاورو ته وسپارل شو. ۱۴م جون ۲۰۱۶
په تورخم کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ پر یو بل له ډزو وژل شوی پاکستانی مېجر جواد چنګېزي په کوټه کې خاورو ته وسپارل شو. ۱۴م جون ۲۰۱۶

بېګا شپه امنیتي ځواکونو په لواړګي کې په لاوډ سپیکرونو اعلانونه کول چې د شپې مهال دې د کورونو بتۍ بند وساتي او بهر دې نه راوځي.

په خېبر کې یو امنیتي چارواکي نن سهار (چارشنبه) مشال راډیو ته ویلي، چې بېګا ماښام په تورخم کې د پاکستان او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځه یو ځل بیا تر یو څو ګنټو پورې د درنو او سپکو وسلو ډزې وشوې،چې پکې دوه پاکستاني سرتېري ژوبل شوي دي.

بېګا شپه امنیتي ځواکونو په لواړګي کې په لاوډ سپیکرونو اعلانونه کول چې د شپې مهال دې د کورونو بتۍ بند وساتي او بهر دې نه راوځي.

د خېبر انتظامي چارواکي وایي، بېګا شپه د نښتې باوجود پر تورخم د یوه نوي وره جوړولو کار روان و.

په تورخم او لواړګي کې ګرځبندیز لګول شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

په تورخم کې نن په درېمه ورځ هم ګرځبندیز دی، پر تګ راتګ له بندیزه پر خېبر دره له مالونو ډک ګڼ ګاډي ولاړ دي.

د مشال راډيو خبریال وايي، له میچنۍ چېک پوسټه تورخم ته لاندې پر تلو هم بندیز دی.

که څه هم دلواړګي بازار خلاص دی، خو زیاتره خلک اوس هم تر خپلو کورونو محدوده دي.

په دا تېرو درو ورځو کې تر اوسه پاکستاني لوري ته نژدې پینځه لس تنه ژوبل شوي دي چې شپږ پکې امنیتي سرتېري او نهه پکې ولسي وګړي دي. په دغه شپږو ژوبلو امنیتي سرتېرو کې پرون (سېشنبه) یو تن مېجر علي جواد چنګېزي په پېښور سي اېم اېچ کې ساه ورکړه. وژل شوی مېجر د کوټې هزاره و.

XS
SM
MD
LG