د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرښې دواړو خواو ولس په "زړونو کې درز نشته"


تر نښتو وروسته د تورخم ور تړلی دی
تر نښتو وروسته د تورخم ور تړلی دی

پراګ - په تورخم کې د پاکستان او افغانستان ځواکونو د نښتې رپورټونو له خپرېدو سره پر ټولنیزو رسنیو د دواړو هېوادونو ځوانانو او فعالانو بحثونه پیل کړل چې پکې یو بل ته پېغورونه ورکړل شول او تورونه پورې کړل شول.

د بېلګې په ډول، په تورخم او لواړګي کې د ګرځبندیز ویډیو چې مشال راډیو خپره کړه نو د افغانستان او پاکستان ګڼو پښتنو ورباندې تبصرې وکړې چې پکې په زیاتره تبصرو کې یو بل ته بد رد ویل شوي ول.

پر ټولنیزو رسنیو د تورخم نښتې داسې تبصرې د څه ښکارندويي کوي؟ دا ډول غبرګون د دواړو هېوادونو پښتنو لپاره څه معنا لري؟

په سوات کې لیکوال او فعال عثمان ولسیار وايي، د ټولنیزو رسنیو یوه تقاضا د تدبر او سنجیدګۍ ښودل دي. دی وايي، د هېوادونو تر منځ شخړې پیدا کېږي، خو په کلتوري او قامي ډول تړلي ولسونه نشي بېلېدای:

په قامي حوالو چې کوم قامونه واقعي په تهذیبي، کلتوري او ثقافتي، سماجي حوالو باندې یو قومونه وي، نو یقیناً هغوی بېلېدای نشي.
عثمان ولسیار

((د سوشل مېډیا چې کومې تقاضې دي نو باید پر هغو همدا سوشل عمل یعنې د سنجیدګۍ او تدبر مظاهره وکړی شي. د ملکونو پر بارډرونو [داسې پېښې کېږي] یا په جغرافیايي حوالو پکې بدلونونه هم راځي، د هغوی له یو بل سره ستونزې هم راځي. بیا په قامي حوالو چې کوم قامونه واقعي په تهذیبي، کلتوري او ثقافتي، سماجي حوالو باندې یو قومونه وي، نو یقیناً هغوی بېلېدای نشي. خو په بعضې وختونو کې داسې ستونزې پیدا شي چې هغه د خلکو په ذهنونو کې له نفرتونو سره سره شکونه هم پیدا کړي چې دا پر کومو بنیادونو دا عملونه کېږي.))

جنګ اصلاً د پاکستان استخباراتو او افغان ولس پر وړاندې دی. په پاکستان کې له ولس سره د افغانانو جګړه نه ده. د زړونو په سطح درز نشته. مګر فیزیکي کرښې استعمار کښلې دي
اسماعیل یون

د افغانستان سیاسي فعال او د کابل پوهنتون استاد اسماعیل یون وايي، په تورخم کې جنګ د ولسونو تر منځ نه دی. دی وايي، د ډېورنډ دواړو خواو ولسونو په زړونو کې درز نشته:

((جنګ اصلاً د پاکستان استخباراتو او افغان ولس پر وړاندې دی. په پاکستان کې له ولس سره د افغانانو جګړه نه ده. د زړونو په سطح درز نشته. مګر فیزیکي کرښې استعمار کښلې دي او اوس هم ورته دوام ورکوي او جنجالونه طبعاً، د افغانستان په داخل کې یو ورور د بل ورور په مقابل کې ودرولی. یو ورور ته یې وسله ورکړې، بل په وژني. دا درزونه چې دي د اشخاصو تر منځ به وي، مګر د ولسونو تر منځ دا درزونه نشته.))

دنیا هغه ځای ته رسېدلې چې د ملتونو تر منځ شته دېوالونه ختم شي خو بدبختانه زموږ قام او زموږ خلکو باندې اوس هم پخوانۍ کرښې یو وارې بیا په ډېر تودوالي بیدارېږي او کښل کېږي.
مالک اڅکزی

په کوټه کې مېشت خبریال او شنونکی مالک اڅکزی وايي، د تېرو ۴۰ کلونو تاریخ ته په کتو ویلای شي چې د دواړو خواو ولسونه زښت ځپل شوي دي. دی هم له یون سره همنظره دی او وايي، کېدای شي چې پر ټولنیزو رسنیو یو نیم خلک یو بل ته بد رد وايي، خو اکثریت روښانفکري دا فکر نه کوي:

((یو نیم داسې خلک هم دي چې هغه ناروا او سپک سپور، پوچ و رد وايي خو په بله معنا باندې ډېر ګڼ تعداد هغه خلک هم شته او هغه روښان انده ځوانان هم شته چې بیخي دغه مسله او یا دغه د پولې پر سر نښته یا دا بېځایه سیاسي رنګ ورکول د پاکستانیو ټيليوېژنونو له خوا چې ګوا د یو ملت په منځ کې دېوال رامنځ ته شي. دنیا هغه ځای ته رسېدلې چې د ملتونو تر منځ شته دېوالونه ختم شي خو بدبختانه زموږ قام او زموږ خلکو باندې اوس هم پخوانۍ کرښې یو وارې بیا په ډېر تودوالي بیدارېږي او کښل کېږي.))

موږ د یوه وجود دوه برخې یو. لکه ښی او چپ لاس چې وي. د پولې دواړو غاړو ته پښتانه پراته دي چې ټول د افغان او پښتونولۍ دعوه لري.
اباسین بریال

په کابل کې شنونکی او خبریال اباسین بریال وايي، له تېرې څه د پاسه یوې پېړۍ راهیسې چې افغانان او پښتانه له کومو مشکلاتو سره مخامخ شوي د هغې یو لوی لامل همدا دی چې دوی د یو وجود دوه برخې دي:

((موږ د یوه وجود دوه برخې یو. لکه ښی او چپ لاس چې وي. د پولې دواړو غاړو ته پښتانه پراته دي چې ټول د افغان او پښتونولۍ دعوه لري. دغه یوه پېړۍ چې موږ کوم ظلمونه او بدې ورځې د پنجاب تر خوا زغملې او تحمل کړې دي او د دې توطیې ښکار یو، یو لامل یې دا دی چې موږ د خپل دغه بشري ځواک او جغرافیې له لاسه ورکولو ته تیار شوي نه یو.))

عثمان ولسیار زیاتوي، په پښتونخوا کې د ځوانانو او زده کوونکو سمې سیاسي روزنې نه کېدو له کبله ګڼ کسان له خپل تاریخ او مبادیاتو نه دي خبر.

اسماعیل یون زیاتوي، که څوک ((تعلیمیافته او روښانفکره وي)) او انټرنیټ او ټولنیزې رسنۍ کاروي، باید پر دې پوه شي چې د سیمې ((پښتانه د نړیوالو سازشونو ښکار دي)) نو باید ((معقول)) بحثونه وکړي.

دې پوهانو او شنونکو زیاته کړه چې د ((جګړې پیلولو یوه وجه همدا ده چې د دواړو خواو ولسونه ووېشل شي)) نو ځکه دوی باید له داسې بحثونو ډډه وکړي چې درزونه پیدا کوي او یو بل ته پکې بد رد ویل کېږي.

XS
SM
MD
LG