د لاسرسي ځای

تازه خبر

زاخيلوال: هيڅوک پر موږ د جنګ له لارې خپل نظر نه شي منلی


ډاکټر عمر زاخېلوال
ډاکټر عمر زاخېلوال

تورخم کې د پاکستاني پوځيانو له خوا د يوې دروازې د جوړولو پر سر، بيګانۍ نښته کې د پاکستان دوه نور پوځيان زخمي شوي دي. افغان چارواکي وايي له دريو ورځو راهيسې هغه نښتو کې چې ودريږي او کله بيل پيل شي د دوی دوه سرتيري وژل شوي دي.

بل خوا اسلام اباد کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي او افغان سفير ډاکټر عمر زاخيلوال پرون ماښام مشال ريډيو ته وويل چې دی اوس په اسلام اباد کې دی او هلته به د پاکستاني چارواکو سره د تورخم پر مسله خبرې کوي.

ډاکټر زاخېلوال زیاته کړه: ((تر هرڅه وړاندې د پاکستان د بهرنيوو چارو د وزارت له سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې کوم او ورپسې د پوځي چارواکو سره ملاقانونه کول غواړم. د ولسمشر غني نظر دا دی چې دا مسله باید د خبرو له لارې حل شي ځکه جنګ ستونزې نه شي حل کولی. خو د پاکستان په ګډون هیڅ هېواد خپلې غوښتنې د جنګ له لارې پر موږ نشي تحمیلولی.))

د رپورټونو تر مخه پاکستان او افغانستان تورخم ته اضافي سرتيري استولي دي

دا نښتې له دې وجې پيل شوي چې پاکستاني ځواکونه غواړي په طورخم کې يوه دروازه جوړه کړي. دوی دا د پولې د اداره کولو او د خلکو قانوني تګ راتګ لپاره ضروري بولي. خو افغان چارواکي وايي دا د دواړو هيوادونو تر منځ د شوو پخوانيوو تړونونو خلاف کار دی.

زاخيلوال وويل چې دواړه خواوې دا منلې وه چې پر ډيورنډ کرښه به هر تعميراتي کار د دواړو غاړو له سلا وروسته کيږي.

د پاکستاني پوځي وياند عاصم باجوه ويلي چې دوی د دې دروازې په اړه واردمخه افغانستان ته خبر ورکړی وو خو افغان چارواکي دا نه مني.

په لواړګي کې د مشال ريډيو خبريال وايي د دې نښتو له کبله په لسګونو سامان وړونکي ګاډي پر لاره بند پاتې دي.

ځايي خلکو مشال ريډيو ته وويل چې تېره شپه امنیتي ځواکونو په لواړګي کې پر لاوډ سپیکرو اعلانونه وکړل چې د شپې مهال دې د کورونو څراغونه بند وساتي او بهر دې نه راووځي.

تور خم کې ګرځبنديز لا هم دوام لري

په تورخم او لواړګي کې ګرځبندیز لګول شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

په تورخم کې د پاکستان غاړې ته کرفيو يا ګرځبنديز لګول شوی. په دې نښتو کې دواړو خوا ته سرکاري ودانۍ په نښه شوي او خوا او شا کورونو ته هم زيانونه رسيدلی دی.

له دريوو ورځو راهيسو روانو ډزو کې د افغانستان د سرحدي پوليسو دوه غړي وژل شوي او شپږ يې زخميان شوي دي. د پاکستاني پوځ يو ميجر وژل شوی او شپږ نور ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG