د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان، پاکستان او شام وګړي به نه راپرېږدم'


د امریکا ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د جمهورپالي ګوند نومولی کاندید ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشریزو ټولټاکنو لپاره د جمهورپالي ګوند نومولی کاندید ډونالډ ټرمپ

د امریکا د راتلونکيو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ریپبلیکن (جمهورپالي) ګوند نومول شوي کاندید ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته د مسلمانانو د ورتګ په اړه خپل دریځ نور هم سخت کړی او ویلي یې دي چې په بندیز کې به یې افغانستان، پاکستان او شام هدف وي.

د فلوریډا ریاست په اورلېنډو کې تر شوې پېښې یوه ورځ وروسته د ګل په ورځ ټرمپ د امنیت په اړه یوې قامي وینا کې وویل که ولسمشر جوړ شي نو امریکا ته به له هغو هېوادونو د مسلمانانو په ورتګ په عارضي ډول بندیز ولګوي له کومو چې په تېرو وختونو کې امریکا، یورپ او د دوی اتحادي ملکونو ته د خطر ثبوتونه موجود دي.

د ډیموکراټ ګوند نومولې کاندیدې هیلري کلنټنبیا پرون ګل ورځ سي این این ټیليويژن ته په خپله یوه مرکه کې ویلي، د ټرمپ دغه جذباتي وینا ډېره خطرناکه ده، نوموړې زیاته کړه نوره نه ده خبره، خو دا نظر لري چې ټول مذهب بد ګرځول اسلامي دولت وسله والې ډلې ته ګټه رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG