د لاسرسي ځای

د اورلېنډو نڅاځي وژل شویو لپاره لمانځغونډې


د اورلېنډو ښاروال د پېښې قربانیانو په یاد ګلونه ږدي

د اورلېنډو ښاروال د پېښې قربانیانو په یاد ګلونه ږدي

د امریکا په ګډون د نړۍ په ځینو نورو برخو کې د اورلېنډو په یوه نڅاځي کې د وژل شویو کسانو لپاره لمانځغونډې جوړې شوې دي.

د امریکا ولسمشر براک اوباما وايي،داسې څرګند شواهد نشته چې د فلورېډا په یو نڅاځي/نایټکلب کې د ۴۹ کسانو وژونکي تن دې ګنې یو وسله وال تنظیم هدایات ورکړي وي.

براک اوباما د جون پر دیارلسمه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل د جون پر دوولسمه د اورلېنډو ښار په پېښه کې ککړ په خټه افغان امریکايی عمر متین کېدای شي له سختدریځو متاثره و خو نېغ په نېغه داسې شواهد نشته چې دغه پېښه د یو لوی پلان برخه وه او یا د چا په وینا یې دا کار کړی وي.

عمر متین

عمر متین

براک اوباما خبرداری ورکړ، پلټنې په لومړي پړاو کې دي خو زیاته یې کړه، داسې ښکاري، ۲۹ کلن عمر متین د پېښې په شپه یېله اسلامي دولت وسله والې ډلې سره بعیت اعلان کړی و،پر انټرنېټ له مختلیفو سختدریځه معلوماتو متاثره و.

(په تر ټولو غټو چېلنجونو کې یو پر انټرنېټ داسې قسمه پروپګنډه او د اسلام په بدل شکل کې وړاندې کول دي چې پر ذهني ناروغه او یا کمزورو کسانو باندې اثر کوي. دغه کسان له دې متاثرېږي او په امریکا او نوره نړۍ کې په خلکو بریدونو کوي چې د خپګان خبره ده.)

اوباما دا هم وویل چې په اسانه د وسلو ترلاسه کولو نرمو قوانینو ته هم باید بیا -کتنه وشي.

عمر متین پولیسو تر درو ګنټو وروسته ووژلو. تر برید وروسته اسلامي دولت وسله والې ډلې عمر متین خپل غړی وباله خو د دې باوجود یې په رسمي ډول د هغې شپې پېښې ذمه واري نه ده منلې.

په هغه پېښه کې دري-پنځوس کسان زخمیان شوي دي چې د زیاتو حالت پکې نازک ښودل شوی. د جون په دیارلسمه د سپينې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ پر کانګریس تنقید وکړ چې وسلو ته د لاسرسي قانون سختولو په لړ کې یې څه نه دي کړي. نوموړي د عمر متین د وسلې ذکړ وکړ چې د فلورېډا په کوڅو کې د استعمال لپاره نه بلکې د جنګي استعمال لپاره ډېزاین شوې وه.

په عین حال کې د امریکا صدراتي انتخاباتو امیدوارو هم په ټیلي وژن د پېښې په غبرګون کې خبرې کړې دي. د ډېموکرېټ ګوند هیلري کلنټن د جون په دیارلسمه سي این این سره په خبرو کې وویل د وسلو په استعمال کې باید سختامنیتي تدابیر و نیول شي او د هغو بدو نتیجو خبردارې یې ورکړ چېټول مسلمانان د بدنامولو سره مخې ته راتلی شي. بلخوا د ریپبلکن ګوند امیدوار ډونلډ ټرمپ یو وارې بیا په دې خبره ټینګار وکړ چې امریکا ته د مسلمانانو په تګ دې موقتي پابندي ولګول شي.نوموړي په امریکا کې پر میشتو مسلمانانو تنقید وکړ چې ولې یې د عمر متین په اړه د شک لرلو باوجود انتظامیه نه وه خبره کړې.

د امریکا د راتلونکي ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ریپلیکن ګوند نومول شوي کاندید ډونلډ ټرمپ دغه هېواد ته د مسلمانانو د ورتګ په اړه خپل دریځ نور هم سخت کړی او ویلي یې دي چې په بندیز کې به یې افغانستان، پاکستان او شام هدف وي.

د فلوریډا ریاست په اورلېنډو کې تر شوې پېښې یوه ورځ وروسته د ګل په ورځ ټرمپ د امنیت په اړه یوې قامي وینا کې وویل که ولسمشر جوړ شي نو امریکا ته به له هغو هېوادونو د مسلمانانو په ورتګ په عارضي ډول بندیز ولګوي له کومو چې په تېرو وختونو کې امریکا، یورپ او د دوی اتحادي ملکونو ته د خطر ثبوتونه موجود دي.

XS
SM
MD
LG