د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې پنځه وسله وال وژل شوي


د بلوچستان امنېتي چارواکي وايي، بېګا شپه له پولیسو سره په نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي دي او له سیمې یې یو شمېر وسلې او چاودنکي بارود هم ترلاسه کړي دي.

د بلوچستان پولسو ویاند شهزاده فرحت مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه بېګا شپه د کوټې په چشمه اچوزۍ سېمه کې رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وینا د یادې سیمې د پولیسو موباېل تېرېدو چې پرې نامعلومه کسانو ډزې پیل کړ او په جوابي کارروايي کې پولیسو پنځه واړه کسان ووژل.

د دې پېښې په اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG