د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ډرون برید ۱۰ تنه داعشیان وژلي


د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي په دغه لایت کې د ډرون په برید کې د درې قوماندانانو په ګډون ۱۰ تنه داعشيان وژل شوي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي بېګا شپه ناوخته د امریکايي ډرون د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمه کې پر داعشيانو برید کړی چې له امله يې د داعش درې قوماندانانو په ګډون لس تنه داعشيان وژل شوي.

نوموړی وايي په دې هوايي برید کې د داعشيانو یوه اندازه وسلې هم له منځه تللي دي.

د داعش وسله والو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG