د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بغلان کې ۲۲ وسله وال وژل شوي


په افغانستان کې د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي چې په پوځي عملیاتو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د بغلان والي عبدالستار بارز مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات له تېرو څلور ورځو راپه دې خوا پيل شوي او اوس هم روان دي.

ښاغلي بارز زیاته کړه:

"۲۲وسله وال طالبان وژل شوي او پنځلس ټپیان دي، د دوی د استخباراتو مسوول قاري ظاهر هم ټپي شوی، د محسن په نوم د دوی قاضي هم ټپي دی عملیات اوس هم روان دي."

بارز وايي چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې د بغلان ـــ سمنګان لویه لارې یو شمېر سیمې د وسله والو طالبانو له حضوره پاکې شوي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG