د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د بجلۍ نشتوالي ضد ښځې هم په احتجاج دي


سوات کې د بجلۍ نشتوالي ضد احتجاج
سوات کې د بجلۍ نشتوالي ضد احتجاج

په سوات کي د بجلۍ لوډشېډنګ پرضد د سيدو شريف او مېنګورې يوشمير خلکو چې ځینې ښځې هم ورسره ملې وي په احتجاجي مظاهره کې د حکومت خلاف نارې نعري وهلې. پر دې مهال د خېرښېګړې ټولني مشرې نيلم چټان وویل چې د برېښنا نشتوالي له لاسه تر ټولو زیات تکلیف په کورونو کې ناستو ښځو ته رسېږي. ځکه چې له بجلۍ سره اړونده کارونه دوی کوي، سړي خو بیا هم له کوره ووځي ګزاره يې وشي.

د سيدوشريف ښځينه کونسلرې اقبال جهان احتجاجي مظاهره چیانو ته وویل، د روژې په مياشت کې حکومت د لوډشيډنګ وخت نور هم زيات کړی او ترتيب يې هم نه دی معلوم. دوی په احتجاج مجبوره شوي دي. نوموړي زياتوي چې روژه ماتي او پېشنیمي وخت کې بجلي نه وي چې د نشتوالي له وجې یې سکولونوکي روزانه ماشومان بې هوشه کېږي، په روغتون کې بجلي نشته. رنځورانو ته ستونزې دي.

مظاهره چيانو پر دغه موقع ټایرونو ته اور ورته کړی و او د سيدو شریف مېنګوره سړک يې څو ساعته د هر قسمه تګ راتګ لپاره تړلی وو چې ورسته مرستيال کمیشنر اې سي عبدالناصر مظاهره چيانو ته ورغی او ورته يې باور ورکړ چې د ستونزې هوارولو لپاره به صوبايي او مرکزي حکومتونو ته وينا کوي.

XS
SM
MD
LG