د لاسرسي ځای

یو افغان کډوال وايي، د کوهات ضلعي انتظامیې له لاسه لکه د غلو ژوند تېروو، کله ترې یوا خوا تښته او کله بل خوا، بس همدا راته وایي چې وروره دلته کارونه بند کړئ

په کوهاټ کې مېشت افغان کډوال وایې چې د کوهاټ انتظامیه او تحصیل ناظم یې ځوروي او وايي چې له کوهاټه دې ووځي. خو د کوهاټ تحصیل ناظم دا خبره ردوي او وایې چې دوی له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې پر ضلع یې د افغان کډوالو بوج دی او اقتصاد ته یې زیان رسېدلی نو باید چې د دې یو څه بندوبست وکړي.

له مشال راډیو سره خبرو کې په کوهاټ کې خواريکښ او د لاسو ګاډي چلونکي افغان کډوال وایي چې دوی د کوهاټ د انتظامیې او تحصیل ناظم له وجې خواري نشي کولای ځکه چې یوا خوا ورته وایي له کوهاټه ووځئ نو بله خوا ورڅخه د جرمانې په نامه ډېرې روپۍ اخلي.

د افغانستان، جلال اباد یو اوسېدونکي محمد شاهد مشال راډیو ته وويل (والله چې په دې روژه کې د دوی له لاسه کارونه نه شو کولای، یوا وار نه اوس هم راغلي وو او بېرته ولاړ. د دوی له لاسه لکه د غلو ژوند تېروو، کله ترې یوا خوا تښته او کله بل خوا، بس همدا راته وایي چې وروره دلته کارونه بند کړئ او زما اوس هم یوا رېړه کمېټۍ والاو بوتللې ده موږ خو ډېرې خبرې خلکو ته وکړې خو والله که مو څوک اوري. نو موږ خو له دېرشو کالو راهسې دلته په کوهاټ کې ژوند کوو، اوس راته وایي چې له دې ځایه ووځئ نو موږ خو به ځو خپل وطن ته چې وخت مو پوره شي)

هم دا شان یو بل د افغانستان اوسېدونکي بارام خان هم په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

(کله راته وایي پر سړک رېړه مه ودروه، مخکې یې کړه او روستو یې کړه او هغه بله ورځ یې کارډونه له ټولو دکاندارانو نه راټول کړل پنځه پنځه زره روپۍ جرمانه لګېدلې. افغانانو ته پنځه پنځه او پاکستانیانو ته یې هم دغسې کارډونه واپس کړل نو فرق د څه دئ؟

موږ هم پوهېږو چې افغانان زیاتی کوي رېړه لګوي او بازار بندوي او پاکستانیان هم دا کار کوي خو سرکار پکې فرق کوي له پاکستاني جرمانه نه اخلي او له افغانه پنځه او شپږ زره روپۍ جرمانه اخلي.)

کله چې مشال راډيو په دې اړه د کوهاټ تحصیل له ناظم تېمور علي خانه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې دوي افغان کډوالو ته د وتنې نه دي ویلي خو پر کوهاټ د افغان کډوالو ډېر بوج دی نو وفاقي حکومت او صوبایي حکومت ته یې ویلي چې د هغوی یو بندوبست دې وکړي. چېرته چې یو لاک ابادي وي او پر هغوی ۵ یا ۱۰ لاکه افغانان راشي نو د افغانانو له وجې په کوهاټ کې اوبه ختمې شوي د کوهاټ ځنګلونو ته زیان رسېدلی دی. بجلۍ تباه ده، اقتصاد په ټپه ولاړ دی او غرونه تش شوي دي.)

بل پلو په پاکستانيو رسنیو کې ویل شوي چې د کوهاټ انتظامیې او یاد ناظم دغه افغان کډوالو ته تر وړوکي اختره وخت ورکړی او ورته یې ویلي چې له دې وروستو به دوی ته په کوهاټ کې د اوسېدو اجازت نه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG