د لاسرسي ځای

په تورخم او لواړګي کې ګرځبندیز لګول شوی


په تورخم کې د پاکستانیو او افغان سرتېرو تر نښتې وروسته د دوشنبې (ګل) پر ورځ پاکستانیو چارواکو په تورخم او لواړګي کې ګرځبندیز لګولی دی. د ګرځبندیز یا کرفیو له کبله د تورخم دروازه تړل شوې او ګڼ مال وړونکي ګاډي درېدلي دي. د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، لومړی ډزې افغان ځواکونو وکړې چې دوی ځواب ورکړ، خو افغانستان وايي، دوی پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو تاسیساتو جوړولو مخنیوي لپاره ورغلي ول چې پاکستانیو ځواکونو ورباندې برید وکړ. ویډیو وګورئ.

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG