د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم له نښتې افغان او پاکستانیو ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې


بېګا یکشبنه د تورخم پر دروازه د افغان او پاکستانیو ځواکونو ترمنځ له وسله والې نښتې دواړو خواوو ته ځاني زیان اوښتی دی.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې ویلي چې په نښته کې د دوی یو عسکر ټپي شوی دی خو د خېبر پولیټکل انتظامي چارواکیو بیا د نهو ولسي وګړو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

بل پلو د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو درستیزوال محمد ايوب حسېنخېل بیګا مشال راډیو ته وویل چې د دوی یو عسکر وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د دوی عسکرو خپلې غاړې ته د مزي پر ځای د یوې پخې دروازې پر جوړولو کار پیل کړی وو چې له افغان لورې پرې برید وشو.

خو افغان امنیتي چارواکي بیا وايي چې پاکستانیو ځواکونو نه یوازې پر تورخم دروازه د تعمیر کولوترڅنګ یې د جګړې پوره تیاري هم کړې وه.

د افغان ځواکونو محمد ايوب حسېنخېل وویل، کله چې دوی د دې کار مخه نیوله نو پاکستانیو ځواکونو پرې ډزې پیل کړې.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د ځايي پاکستانیو چارواکو له خولې وايي چې پوله د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

دا له هغه وروسته ده چې پاکستان د جون میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د تورخم پر پوله یوازې هغه افغانان ورپرېږدي چې پر پاسپورټ د پاکستان ویزه ولري.

XS
SM
MD
LG