د لاسرسي ځای

پاکستانیو مفتیانو د غېرت په نوم وژنه غېر اسلامي وبلله


لاهور: یو محله دار هغه ځای ښيي چې یوې مور خپله تنکۍ ځوانه لور ژوندۍ سوځولې وه. ۸ جون ۲۰۱۶

لاهور: یو محله دار هغه ځای ښيي چې یوې مور خپله تنکۍ ځوانه لور ژوندۍ سوځولې وه. ۸ جون ۲۰۱۶

د سني اتحاد کونسل څلوېښتو مفتیانو په اجتماعي فتوې کې د غېرت په نوم د زنانوو وژنه غېر اسلامي فعل ګرځولی دی.

د سني اتحاد کونسل چیېرمېن صاحبزاده حامد رضا په اپيل د ېاد کونسل څلوېښت مفتیانو په جاري کړې فتوه کې ویلي دي چې د غېرت په نوم وژنه جایز ګڼل کفر دی او زنانه په خپله خوښه د واده کولو ورستو ژوندۍ سوځول او یا وژل د اسلامي احکاماتو ضد عمل دی.

په فتوه کې ویل شوي دي چې اسلام بالغه زنانوو ته په خپله خوښه د واده کولو حق ورکړی دی او اسلام د غېرت په نوم د وژنو هېڅکله اجازه نه ورکوي نو د پاکستان حکومت ته هم پکار ده چې د دا قسمه پېښو مخنيوي لپاره دې کوټلې قانونسازي وکړي او د زنانوو وژنه او دوي ژوندۍ سوځولو فعل دې ناقابل معافي او ناقابل ضمانت جرم وګرځول شي.

د سني اتحاد کونسل مفتي سید رضوي وايي، د عالمانو ذمه واري جوړېږي چې په ټولنه کې که ېو داسې کار کېږي چې له وجې يې انسانېت ته نقصان رسي نو هغوی ته پکار ده چې د ولس رهنمايي وکړي.

د نوموړي وینا وه چې د زنانوو سوځولو په پېښو کې په تېزۍ سره اضافه روانه ده نو عالمانو د قرآن او احاديث په رڼا کې دا خبره په ډاګه کړه چې داسې فعل ته دې د اسلام نوم نه ورکول کېږي بلکې اسلام خو له داسې کارونو خلک منع کوي او په داسې کارونو کې ککړو لپاره يې سختې سزاګانې هم ټکاکلې دي.

د ذکر ده چې دا فتوې په یوه داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې په تېرو څو اوونیو کې د غېرت په نوم د وژنو یو شمېر پېښې رامخې ته شوي دي.

مفتي فضل منان وايي چې اسلام کله هم یو انسان ته اجازه نه ورکوي چې هغه دې یوه زنانه د غیرت په نوم ووژني ځکه چې اسلام زنانوو ته یو ستر مقام ورکړی دی.

یاده دې وي چې په تېره اونۍ کې د پنجاب په لاهور ښار کې ېوې مور خپله لور په خپله خوښه د واده کولو ورستو وسوځوله.

له دې علاوه تېره مېاشت د پنجاب صوبې په مري ښار کې د یوې کورنۍ ځینو کسانو د سکول ېوې استادې ماریې ته هغه وخت اور ورته کړ چې هغې له رشتې انکار وکړ.

دا دې هم یاده وي چې د سږني کال په اپرېل مېاشت کې د خېبر پښتونخوا په اېبټ اباد ضلع کې د جرګې غړیو عنبرين نومې نجلۍ د غېرت په نوم ووژله او ورستو يې پرې پټرول وپاشل او اوور يې ورته کړو.

XS
SM
MD
LG