د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې چاودنو دولس تنه وژلي


د شام سرکاري رسنۍ وايي، د دمشق په څنډه کې دوو چاودونو لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي او پنځه پنځوس یې نور ټپي کړي دي. ویل کیږي چې په زخميانو کې ماشومان هم شامل دي.

صنعا خبري اژانس راپورټ ورکړی چې په دې دوو چاودنو کې یوه ځانمرګی برید وو او بله هم د هغه بم چاودنه وه چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوی و.

دواړه چاودنې د سیده زینب د زیارت د دروازې مخې ته شوي.

بريتانيا ميشته د شام د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې په دې بریدونو کې شل کسان وژل شوي.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې داعش د دې بریدونو زمه واري منلې ده.

د شام په شاوخوا شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د سيده زينب زیارت پرلپسې په نښه شوی دی.

په سيده زينب زيارت د فروري په مياشت کې پرله پسې بمي چاودونو کې لږ تر لږه دري اتيا کسان وژل شوي او ۱۷۰ ټپي شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG