د سند حکومت د ۲۰۱۶ او ۱۷ مالي کال لپاره د اته سوه نهه شپېتهاربه روپیو بجټ وړاندی کړی دی.
د سند صوبې د خزانې وزير سيد مراد علی شاه د شنبې په ورځ په صوبايي اسمبلۍ کې بجټ وړاندې کړ چې پکې ۲۲۵ اربه روپۍ ترقياتي پروګرامونو لپاره ځانګړي شویدي.
د خزانې صوبايي وزير په خپله وينا کې وويل چې د بجټ لویه برخه په څلورو څانګو لکه تعليم ، صحت ، امنيت او بلدياتي ادارو کې د لومړیتوب پر اساس وېشل شوې ده.
د مراد علي شاه په وینا ، د راتلونکي مالي کال په بجټ کې پنځوس زره نوې نوکرۍ هم شاملې دي.
ده وویل ، په دې کې به شل زره د پوليسو په محکمه کې ، لس زره په تعليم او درې نيم زره د صحت په محکمه کې وي.
د بجټ ترمخه راتلونکې مالي کال کې د تعليم لپاره يو سل شپېته اربه روپۍ بېلې شوې دي.