د لاسرسي ځای

تازه خبر

جهانزیب خان: په پېښور کې دولس زره ماشومان مزدورۍ کوي


د پېښور په یو کوڅه کې ګل خرڅوونکی ماشوم
د پېښور په یو کوڅه کې ګل خرڅوونکی ماشوم

د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي وايي ، په خیبر پښتونخوا کې تر دوه میلیونه له زیاتو ماشومانو مشقت اخستل کیږي او په پیښور کې دولس زره ماشومان مزدوري کوي.

پېښور: د ماشومانو د حقونو دفاع کوونکي وايي ، په خیبر پښتونخوا کې تر دوه میلیونه له زیاتو ماشومانو مشقت اخستل کیږي او په پیښور کې دولس زره ماشومان مزدوري کوي.

د ماشومانو د حقونو د خوندي کولو غیر حکومتي ادارې - سپارک - مشر جهانزیب خان د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان کې دولس میلیونه ماشومان سکولونو ته نه ځي او محنت مزدوري کوي.

جهانزیب خان وویل ، دا شمېرې پنځه او شپږ کاله وړاندې را غونډې کړل شوې وې او اوس په دې کې خورا زیاتوالی راغلی دی.

جهانزیب خان اوویل د دې وجه داده چې په صوبه کې غریبي ډیره ده ، د سکولونو شمیره لږه ده او د حکومت له خوا د ماشومانو د حقونو خوندي کولو لپاره پوره هڅې نه کیږي.

د جون میاشتې دولسمه نېټه هر کال په نړۍ کې د ماشومانو د حقونو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

جهانزیب خان وویل ، په پاکستان کې د نور هر څه لپاره د پاکستان په مرکزي او صوبايي بودیجو کې څه نا څه پېسې اېښودل کيږي خو دې ته هیڅ پام نه کوي چې په ماشومانو د مزدورۍ کولو مخه به څنګه نیسو.

نوموړي پر مرکزي او صوبايي حکومتونو ږغ وکړ چې د دې مسلې لپاره دې په خپلو کلنیو بودیجو کې پېسې بېلې کړي تر څو په ماشومانو د مزدوریو کولو مخه ونیول شي.

د سپارک نومي دې ادارې له خوا په پېښور کې د ماشومانو لپاره یو مرکز هم ماشومانو ته په بېلا بېلو برخو کې زده کړې او روزنې ورکوي.

د یاد مرکز یو ښوونکې شمایله کوثر وايي ، دوی ته هره ورځ شاوخوا سل ماشومان ورځي او دوی هغوی ته د غیر رسمي تعلیم تر څنګ خوراک هم ورکوي.

شمایله کوثر وویل چې په دې کې زیاتره شمېره د افغان او راجستاني ماشومانو وي چې د زیات غربت له کبله په لارو کوڅو کې له بېلا بېلو لارو د پیسو پر پیدا کولو مجبور وي.

XS
SM
MD
LG