د لاسرسي ځای

په کرمه ايجنسۍ کې د لوبو ميله پیل شوي چې تر شپږو مياشتو به روان وي.

د پولټيکل انتظامې لخوا پیل شوي دغه ميله کې د فوټبال لوبې سر ته رسيدلې چې فاينل لوبه يې د جمعې په ورځ د برا کرمې ګرج فوټبال کلب وګټله.

د نورو لوبو سيالۍ به د روژې نه وروستو کېږي. د بره کرمې مرستيال پوليټکل ايجنټ شاهد علي خان د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل د سپورټس دغه ميله چې په کې به د کرکټ په ګډون يو شمېر لوبې او کلتوري پروګرامونه کېږي هدف يې د شياګانو او سنيانو ترمنځ اختلاف له منځه وړل دي.

د فوټبال دغه لوبې له دوو اونيو راهيسې روانې دي.

XS
SM
MD
LG