د لاسرسي ځای

یوناما د ننګرهار په یوه جومات کې چاودنه وغندله


په افغانستان کې د ملګرو ملتو دفتر یوناما په رودات ولسوالۍ کې د یوه جومات دننه چاودنه وغندله.

دا چاودنه د جمعې لمونځ د ادا کولو پر مهال وشوه.

د دې پیښې د جزییاتو په اړه د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږګیاڼي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان شوي.

د یوناما په اعلامیه کې لیکل شوي دي چې په هغو کسانو باندې برید چې د عبادت لپاره راغونډ شوي وي په هېڅ ډول ښه عمل نه دی.

د ننګرهار د چارواکو په وینا د پیښې ۲۸زخمیان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.

XS
SM
MD
LG