د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر او وزیرستان ته ستانه شوي خلک وايي په نړېدلو کورونو کې ژوند کوو


فایل فوټو
فایل فوټو

د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ او شمالي وزيرستان ستانه شوي کډوال وايي ، دوی په ړنګ شوو کورنو کې ژوند کوي.

خیبرایجنسۍ / بنو: د قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ او شمالي وزيرستان ستانه شوي کډوال وايي ، دوی په ړنګ شوو کورنو کې ژوند کوي.

د دوی په وینا ، د خوراکي توکو د کموښت او بجلۍ د نشتوالي په ګډون له يو شمېر ستونزو سره مخ دي کومو چې یې ژوند ډېر سخت کړی دی.

د يادو سيمو اوسيدونکود شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د روژې مياشتې په دې سخته ګرمي کې ورسره حکومت هیڅ مرسته هم نده کړې.

دوی وویل ، چې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو له کبله د دوی کورونه وران شوي او حکومت یې ورسره د بیا رغولو ژمنې کړې وې خو حکومت لا هم د دوی د کورونو په بیا جوړولو لاس هم نه دی پورې کړی.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ کامران اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې د بجلۍ ورکونکو ادارو واپډا یا ټیسکو لوړپوړي چارواکي وزیرستان ته نه ورځي چې له کبله یې ټولو سیمو ته د بجلۍ ورکړه دېره کمه شوېده.

کامران اپرېدي د دې خبرې پخلی وکړ چې خلکو ته د اوبو د کمښت په ګډون يو شمېر ستونزې ورپېښې دي.

په يادو قبايلي سيمو کې د مشکوکه وسله والو پر ضد د پوځي عملياتو له کبله په لکونو خلک بې کوره شوي وو چې ځېنې پکې خپلو کورنو ته ستانه کړل شوي دي.

تر ټولو زیات خلک له شمالي وزیرستانه بې کوره کړل شوي چېري چې د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې له منځه راهسې پوځي عملیات روان دي.

د دې عملیاتو له کبله تر لس لکه زیات خلک بې کوره شوي چې زیاتره یې د خیبر پښتونخوا په بنو او د افغانستان په خوست کې مېشت دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په شمالي وزیرستان کې یې زیاتره سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړي او هلته یې امن پر ځای کړی دی.

د پاکستان د حکومتي او پوځي چارواکو د دې ادعاوو په ځواب کې د بې کوره کړل شوو خلکو مشران وايي چې اوس دې نو دوی خپلو سیمو ته ستانه کړل شي.

بل پلو په هم دې پاکو اعلان شوو سیمو کې هم وخت نا وخته د وسله والو له خوا بریدونه او هدفي وژنې رامنځ ته کېږي.

XS
SM
MD
LG