د خيبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې د نر ښځيانو کره شمېرې مالومولو لپاره د هغویسرشمېرنه پيلوي.
دا خبره د خيبر پښتونخوا د حکومت وياند مشتاق غنې له مشال ريډيو سره په خبرو کې و کړه.
نوموړي زياته کړه چې په راروان بجټ کې د نرښځيانو د خېر ښېګړې لپاره فنډ خانګړی کوي او تر سرشمېرنې ورستو به دوی ته په ټولنه کي د عزت ورکولو او د روزګار جوګه کوولو لپاره پاليسي جوړوي
د نرښځيانو صوبايي تنظيم مشرې مرزانه د حکومتي اعلان هرکلی کړی دی.