د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د یواځیتوب پر لور دی؟


د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سلما بند پرانستلو مهال. ۴ جون ۲۰۱۶
د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سلما بند پرانستلو مهال. ۴ جون ۲۰۱۶

که څه هم د پاکستان وزيراعظم بهرنېو چارو سلاکار طارق فاطمي په دا ورستیو کې له رسنېو سره په خبرو کې دا تاثر په سختۍ سره رد کړی دی چې ګنې د سيمې له هېوادونو سره د هند غټو غټو تجارتي لوظنامو پاکستان په سفارتي کچه د يواځيتوب پر لور وړی دی خو ځینې کارپوهان وايي هو همداسې ده. د دوی په خبره هغه ځکه چې د پاکستان بهرنېو چارو ناقصې پالیسۍ له کبله د اسلام آباد له ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې ښې نه دي، خو ځینې بيا وايي که څه هم پاکستان په مشکل کې راګېر دی خو د بيلتون پر لور نه دی روان.

په اسلام آباد کې د پاکستان پخوانی سفير آياز وزير وايي که څه هم د دې هېواد د وزيراعظم مشير طارق فاطمي نه مني خو دا حقيقت دی چې پاکستان په دې سيمه کې ګوښه کېږي.

نوموړی وايي هند، افغانستان او ايران يو ځای شوي دي او پاکستان د بېلتون لور ته روان دی.

(پاکستان بالکل د ګوښه کېدو پر خوا روان دی. چې د افغانستان، ایران، هند، روس او امریکا په اړه پاکستان خپلې تګلارې ته سردوارې کتنه نه وي کړې. ګاونډیان ټول رانه خپه دي، چین هم په خوله څه نه وايي خو په زړه کې هغه هم راڅخه خپه دی.

آياز وزير زياتوي پاکستان ځکه د يواځيتوب پر لور روان دی چې پالسي يې په ډاګه نه ده او مالومه نه ده چې د ګاونډيو هيوادونو ،اسلامي ملکونو او امريکا په اړه د پاکستان پالسي څه ده.

آياز وزير وايي ډيره د حيرانتيا خبره ده چې د وزيراعظم پرته د پاکستان چارې پرمخ روانې دي او د حکومتي وياند پرځاي له نورو ځايونو د پالسۍ بيانونه راځي. د پاکستاني وزيراعظم مشير له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي چې د هندوستان او امريکا ترمنځ دوستي د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکو ته تاوان نه شي رسولی. نوموړی وايي پاکستان په سيمه او ځانګړې توګه په افغانستان کې د ثبات راوستو لپاره مهم رول لوبوي. همداراز څرګندونې په پيښور يونيورسټۍ کې د پاکستان د مطالعاتي مرکز مشر فخرالاسلام هم کوي. نوموړی وايي که څه هم له ډيرو ګاونډيو هيوادونو سره د خرابو اړيکو له کبله پاکستان دا وخت په مشکل کې راګير دی خو نړۍ پاکستان ځانته نه شي پرېښودی ځکه چې پاکستان په دغه سيمه کې يو مهم ستراتژيکې حيثيت لري:

(زه دا منم چې پاکستان په لنډمهالې توګه پر پاکستان یو ډېر لوی فشار راغلی دی، د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي په دې یو څو ورځو کې د پنځو شپږو ملکونو دورې وکړې، په هغه کې خاصکار امریکا هم شامله ده. زموږ په منطقه کې د افغانستان دوره کول او بیا د یو بند پرانستنه کول، دا ټول واقعات د پاکستان لپاره د اندېښنې سبب کېدلای شي، خو د نړۍ زورور قوتونه پاکستاند خپل د ستراتیژیک ارزښت له کبله یواځې نه شي پرېښودلای.)

که څه هم يادو دواړو کارپوهانو پر دې اړه په وضاحت سره له څه ويلو ډډه وکړه چې هغه کوم وجوهات دي چې پاکستان خپلو ګاونډيو هيوادونو لکه افغانستان، هندوستان او ايران ځانله پريښود خو د سيمه ييزو چارو کارپوه افراسياب خټک د دی وجه د پاکستان لخوا په ګاونډيو هيوادونو کې مداخلت بولي:

(لکه د بېلګې په توګه افغانستان، هلته د طالبانو پرځای له افغان ولس سره پاکستان دوستي کول پکار ده. هلته له منتخیب حکومت سره تعلق سمول پکار دی. له هند سره هم د دښمنۍ پرځای د دوستۍ تعلق پکار دی. جنګونه دا دی دواړو څو ځلې وکړل خو هېڅ یې ترې جوړه نه کړه. سیاسي مذاکرت کول پکار دي. او اقتصادي تعلقات هم جوړول پکار دي. خلک خو د پاکستان جوړ صنعتي څیزونو اخیستلو ته زړه ښه کوي. ترهګر هېڅوک هم نه اخلي. له هغه خو دنیا ډارېږي. که دا و نه شي نو پاکستان به د بېلتون لوري ته درومي.)

افراسياب خټک زياتوي که پاکستان په دغه سيمه کې يواځې شو نو انجام به يې د عراق، ليبيا او مصر په څېر وي. د ده په خبره پکار ده چې د پاکستان منتخب ولسي حکومت د بهرنيو چارو پالسي په خپلو لاسو کې واخلي او په ځانګړې توګه د افغانستان او هند په اړه خپلې تګلارې ته له سره کتنه وکړي.

د پاکستان وزيراعظم مشير د پاکستان د ګوښتوب خبرونه پر داسې وخت رد کړي دي چې په دا وروستېو کې په افغانستان کې د هند په مرسته د بجلۍ بند پرانستنه وشوه. د افغانستان هند او ايران ترمنځ په تهران کې د چابهار بندر د رغونې تړون لاسليک شو. هندي وزيراعظم له اسلامي هېوادونو او په ځانګړې توګه له امريکا سره يو شمېر دفاعي او نورې معاهدې لاسليک کړې.

XS
SM
MD
LG