د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د شناختي کارډونو تصدیقولو په پلمه به بیا پښتانه ځورول کېږي'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې وفاقي حکومت د شناختي کارډونو تصدیقولو په نامه پښتانه ځوروي او په دې عمل کې به یواځې د پښتنو شناختي کارډونه له خنډ سره مخامخېږي ځکه چې وړاندې هم د پښتنو تر دوو لکو پورې شناخي کارډونه بلاک شوي ول.

دا خبره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ د سېنېټ غونډې پر مهال وکړه.

په اسلام اباد کې د زیارت په ورځ د سېنېټ غونډې دوران د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ د وفاقي حکومت لخوا په ټول ملک کې د شناختي کارډونوبیا تصدیق کولو پرضد تحریک التوا وړاندې کړ چې پکې نوموړي وویل، د دغه حکومتي عمل په وجه به د افغان کډوالو په نامه او پلمه هر پښتون ځورول کېږي، نو که حکومت غواړي چې جعلي شناختي کارډ جوړونکی ونیسي نو پیل دې دنادرا له اهلکارانو وکړي ځکه چې دغه کارډونه دوی جوړ کړي دي.

عثمان کاکړ په دې اړه مشال راډیو ته وویل:

( دوی دا ګړد عمل د پښتنو لپاره جوړ کړی دی او دوی دا وايي چې دلته افغان مهاجر راغلي دي چې موږ کډوال ورته وایو. دوی د پاکستان شناختي کارډونه جوړ کړي دي نو تاسو غلط بیاني کوئ، خبره دا ده چې په کراچۍ کې خواوشا اویا، اتیا لکه هندوستاني مهاجر دي دا له کومې خوا راغلي دي، د پنجاب له چندي ګړه پنجابیان راغلي دي، حساب يي ولې نشته ؟؟ د ایران بلوڅان راغلي دي، پوښتنه يې ولې نشته، د بنګال بنګیالان راغلي دي، څوک ترې پوښتنه ولې نه کوي. دغه رنګ عربیان، فلپاينیان، چیچن او سوډانیان راغلي دی خو څوک يې هم تپوس نه کوي نو په اصل کې دوی د پښتنو شناختي کارډونه د افغان مهاجر په نامه او پلمه بندول یا بلاکول غواړي. نو موږ په سېنېټ کې دا تحریک وړاندې کړو چې په ملک کې به لس کروړه خلک د تصدیق په نامه په تکلیف کې کوئ او بیا په خاصه توګه له دې به پښتانه په تکلیف کوئ نو باید چې هغه د نادرا افسران ونیول شي چې چا جعلي کارډونه ورجوړ کړي وي.)

په دې موقه د عثمان کاکړ د تحریک التو په ځواب کې د کورنیو چارو وزیر مملکت انجينئر بليغ الرحمن ووویل چې د شناختی کارډونو بيا تصديق كولو عمل كوم خاص قوميت په نښه كول نه دي او د 96 زره بلاک شناختي کارډونوكېسونو به د نوې تګلارې ترمخه تصديقېږي.

د نوموړي په وېنا چې په پاكستان كې د غېر قانوني هېواد پرېښودونكو زياتره شمېره د افغان كډوالو ده۔

یاده دې وي چې د مې پر یوويشتمه نېټه د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د افغان طالبانو مشر ملا اخترمنصور په یو امریکايي ډرون برید کې وژل شوی وو چې ورسره د ولي محمد په نوم د پاکستان پاسپورټ او شناختي کارډ موجود و د کومې روستو چې د پاکستان حکومت د شناختي کارډونو د تصدیق فیصله وکړه.

XS
SM
MD
LG