د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وسله وال پر ډیورنډ کرښه نه بلکې پاکستانیو ښارونو کې تنظمېږي'


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، پر ډېورنډ کرښه محدودیتونه د ناامنیو مخنیوی نه شي کولای.

زاخېلوال د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د پنجشنبې څرګندونو په ځواب کې مشال راډیو ته وویل، اصلي ستونزه په پاکستانیو ښارونو کې د وسله والو طالبانو مشرانو شتون دی:

((له پاکستان سره زموږ ستونزه او خواشیني له دې نه ده چې د پولې له لارې دلته ترهګر را اوړي. زموږ مسله د پاکستان په عامو ښارونو کې هلته د میشتو طالب مشرانو پرسر ده. لکه کوټه شوه، پېښور شو او کراچۍ شوه. دغه رقم جنګ چې په افغانستان کې روان دی دا مشرتابه ته ضرورت لري، دا تشویق ته ضرورت لري، دا تنظیم ته ضرورت لري. تنظیمونه په سرحدونو کې نه کېږي. تنظیمونه په عامو ښارونو کې کېږي.))

د پاکستان بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ناسته لري
د پاکستان بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال ناسته لري

سرتاج عزیز د بهرنیو چارو تګلارې په اړه په بیان کې ویلي ول چې د امنیت ټينګښت لپاره اړینه ده چې اسلام اباد او کابل د پولو سم انتظام وکړي. زاخېلوال زیاته کړه چې د ((پاکستان او افغانستان رابطو ښه والي لپاره)) د خلکو تګ راتګ اسانول ((ګټور)) کار دی. د جون له لومړۍ نېټې راهیسې پاکستان پر تورخم دروازه د خلکو تګ راتګ له سفري اسنادو سره مشروط کړی دی.

'افغانستان باید د سولې لار پرمخ یوسي'

د پاکستان بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار سرتاتج عزیز د پنجشنبې ورځ له رسنوالو سره په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړه حل نه دی بلکې پرامنه مذاکرات په هغه هېواد کې روانه کشاله هوارولای شي.

''زموږ بنیادي خبره دا ده چې له پنځلس کلونو راهیسې افغانستان، امریکا او اتحادیانو یې کوښښ کولو چې پوځي لار دې کامیابه شي او یو لاک دېرش زره اتحادي ځواکونو دا کار کولو خو کامیابي ترلاسه نه شوه نو اوس د دې متبادل مزاکرات دي خو هغه په یو څو ورځو یا هفتو کې نه شي کېدلای، د هغوی لپاره وخت او کوښښونه د څلور واړو ملکونو لخوا پکار دي نو موږ په دې لار خپله پالیسي مخ په وړاندې بوځو او هیله ده چې افغانستان به هم له موږ سره اتفاق کوي چې دا عمل مخ په وړاندې بوتلل پکار دي.''

'افغانستان د سولې کولو لپاره د چا مشورو ته اړ نه دی'

خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخېلوال د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د دغه څرګندونو په ځواب کې وویل، د سولې کولو لپاره د هېچا مشورو ته ضرورت نه لري، بلکې په دې لړ کې عملي اقدامات مهم دي.

خو زیاته یې کړه که د افغانستان په سوله کې د اسلام اباد لېوالتیا زیاتېږي نو دا ښه خبره ده:

((د سولې لپاره که د پاکستان دلچسپي په افغانستان کې زیاته شي، نو دا د افغانستان په ګټه ده. مګر د سولې غږ له افغانستانه [پورته] شوی. د افغانستان له حکومت او ولسه اوچت شوی دی. د سولې مشورې ته موږ ضرورت نه لرو چې یو بل څوک راته ووايي چې سوله د افغانستان لپاره بهتره ده. موږ پر دې خپله پوهېږو. جنګ دوه خواوې لري. سوله په هغه وخت کې کېدای شي چې دواړه خواوې د سولې پر خبرو راضي شي.))

زاخېلوال وویل، کله چې وسله وال خبرو ته نه حاضرېږي او بریدونو ته دوام ورکوي نو دا د افغان حکومت دنده ده چې د خاورې او ولس دفاع وکړي. تر دې مخکې د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي ول، امریکا او نړیوالې ټولنې تر ۱۵ کلونو د جګړې له لارې د افغانستان شخړې هواري هڅې وکړې چې ناکامه شوې، نو ځکه غوره لار د سولې خبرې دي.

'د افغان سولې بهیر کې د پاکستان هڅې باید ومنل شي'

د بهرنیو چارو لپاره د وزیر اعظم سلاکار سرتاتج عزیز د ورستیو څرګندونو په ترڅ کې د پاکستان یو تر ټولو نژدې دوست هېواد چین هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپل هېواد دریځ څرګند کړی دی.

د چين بهرنيو چارو زارت وايي، ټولې اړوندې خواوې بايد په افغانستان کې د پخلاينې لپاره د مثبت شرایطو رامنځته کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

کابل: د افغانستان سولې بهیر څلوراړخیزه ډلې افغانستان، پاکستان، امریکا او چسن استازي د غونډې مهال
کابل: د افغانستان سولې بهیر څلوراړخیزه ډلې افغانستان، پاکستان، امریکا او چسن استازي د غونډې مهال

د دغه وزارت له خوا د پنجشنبې په ورځ ناوخته يوې خپرې شوې خبرپاڼې د ياد وزارت د وياند هونګ لي په حواله ويلي، چې نړیواله ټولنه بايد د ترهګرۍ پرضد مبارزه او په افغانستان کې د سولې بهیرملاتړ په لړ کې د پاکستان هلې ځلې ومني.

نوموړي د پاکستان په خاوره کې د امریکا ډرون الوتکو په بريد کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژلو ته په اشارې ويلي، چې "نړېواله ټولنه بايد د پاکستان ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ درناوى وکړي."

ډرون الوتکو د مې مياشتې په ٢١مه نېټه د پاکستان د بلوچستان صوبې په نوشکي کې پر يوه موټر بريد وکړ او بيا وروسته امريکايي چارواکيو وويل، چې په دغه بريد کې يې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور وژلى دى.

دا بريد تر هغه درې ورځې وروسته وشو، چې د رسنيو راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د څلور اړخيزه کومېټې په پينځمه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره بايد خبرو اترو ته چانس ورکړل شي.

پاکستانيو چارواکيو دغه بريد پر خپلې ځمکنۍ بشپړتيا تېرى وباله او د دې ترڅنګ يې وويل، چې دغه بريد د افغانستان د سولې پروسې لپاره د ګمارلې څلوراړخيزې کومېټې کوښښونو ته هم زيان رسولى دى.

که څه هم د طالبانو مشر تر وژل کېدو وروسته لا تر دې دمه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او د څلوراړخيزې کومېټې برخليک نه دى څرګند، خو د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وايي:

"په افغانستان کې د سولې یواځینۍ لار مخامخ خبرې دي او ټينګار کوي، چې دا کار د څلور اړخیزې کومېټې له لارې کېدای شي."

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل، حکومت یې لا هم باوري دی چې باید د څلور اړخیزې کومېټې هلې ځلې دوام وکړي او لاس ترې وانخیستل شي.

XS
SM
MD
LG