د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځنې ځوانان د روژې ګرمۍ د اوبو په حوضونو کې تېروي


که څه هم د دې حوضونو له جوړولو لږ وخت تېر شوی، خو لامبو وهلو سره د ځوانانو مینه او علاقه دومره ده، چې په هر حوض کې د خوست د مرکز او ولسوالیو څخه ورتلونکي ځوانان نه ځایږي.

خلک که څه هم له پخوا نه په ګرمه هوا کې خپلو نږدې چینو، کاریزونو، د باراني اوبو ډنډونو او د اوبو روانو ویالو ته ورتلل، خو په اوس وخت کې د نورې نړۍ په شان په خوست کې د پخو او اساسي حوضونو کلتور په رواجیدو دی او پدې اولینو حالاتو کې هم هڅه شوې، چې ډنډونه پاک وي او د نابلدو کسانو لپاره هم د لامبو وهلو اسانتیاوې ولري.

د خوست د سولې پارک د لامبو وهلو په حوض کې یو تن ځوان مشال

راډیو ته د نویو جوړو شویو حوضونو د څرنګوالي او د مالکینو لخوا د حوضونو د پاک ساتلو د تدابیرو په اړه داسې وايي:

((عبدالواسع تسل یم، د لکڼو اوسیدونکی یم، په خوست کې څو نور ډنډونه هم شته، یو په دوسرکه کې دی، بل په متون کې دی، بل په ګربزو کې دی، بل دا نوی ډنډ جوړ شویده، ما چې ډنډونه لیدلي د دو سرکه ډنډ ډېرې لوکسې اوبه لري، که چا به پکې پنځه ګونی واچوه، د حوض په تل کې مالومیده او را اخیسته به يې.))

د حکومت یوه اساسي دنده داده چې د ښاریانو لپاره تفریح ځایونه او داسې پارکونه جوړ کړي، چې د ښاریانو د ستړیا لپاره دمه ځای وي.

د خوست پخوانی ښاروال کرامت خان خپلواک وايي چې د متون تپه چې د ښار شمال لویدیځ لوري کې پرته ده، په سټراټيژیک پلان کې د تفریحګاوو لپاره ښه ځایونه لري، چې که اباد شي، حتی ممکنه ده، پدې ځای کې د قرغې د بند په ډول ځای جوړ شي او د سیالانیانو لپاره چکري کشتی په کې وي.

د ده په وینا دا سیمه د سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال شنه شوې وه، چې په تېرو جګړو کې يې شنه ساحه له منځه تللې، خو که اباده شي، حکومت به لدې درکه په میلیونونو افغانۍ عواید ولري.

د خوست دوه تنه اوسیدونکي چې هغوی هم د لسګونو نورو ځوانانو په شان د ښار د لامبو وهلو حوض ته ورغلي وايي، چې د ګرمۍ په سختۍ کې دا حوضونه هر کس ته جسمي ځواکمنتیا وربخښي او په کې انسان د ډېرې تندې او ګرمۍ احساس نه کوي:

((زه رسول د شمل پیرانو اوسیدونکی یم، دا ډېر ښه د ساعتیری ځای دی، غرمه مهال په کې لامبو وهل ډېر خوند لري، د ډېرو لیرې ځایونو نه دلته خلک راځي لامبو وهي، ډېر ښه ساعت په کې تېریږي.

نوم مې شمس الله ریان دی د تڼیو اوسیدونکی، دا ښار ته نږدې ډنډ دی، موږ ورته ډېر خوشاله یو ځکه چې لیرې ډنډونو ته موږ نشو تللی، دا یو بازار کې دی او بل دې ته خلک راځي چې په کې ولمبیږي، هغه د تندې حالت په کې ختم کړي او ساعت يې تېر شي.))

په خوست ښار کې د سولې پارک د لامبو وهلو د حوض ټکټ پلورنکی وايي، چې که په یو ځل مراجعینو ته ټکټونه ورکړي، نو ممکن په حوض کې خلک ځای نشي او پدې سره د حوض نظافت هم خرابیږي.

دی وايي په دېرش افغانۍ ټکټ پلوري او هر کس په یو ټکټ تر دوو ساعتونو په حوض کې لامبو وهنه کولای شي.

XS
SM
MD
LG